کابل.کام – د زمري ۷مه، ۱۳۹۷:
د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو د ړندو هاوانونو په برید کې ۲ مېرمنې شهیدانې شوې او ۸ نور ملکي وګړي زخمیان شوي دي.
پژواک خبري اژانس د چارواکو او سیمه ییزو خلکو له خولې لیکلي چې نن سهار (د زمري ۷مه) غرمه مهال، د قیصار ولسوالۍ په هزار کلا سیمه کې دولتي ځواکونو د طالبانو تر برید وروسته پر دې سیمه هاوانونه وتوغول، چې په پایله کې یې یوه مېرمن شهیده شوې او پنځه تنه نور، چې دوې مېرمني، دوه ماشومان او د شهیدې شوې مېرمنې خاوند پکې دی، ټپیان شوي دي.

له دې سره هممهاله، د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې هم د دولتي ځواکونو ړندو هاوانونو، د مالي زیانونو اړولو تر څنګ، یوه ۱۲ کلنه نجلۍ شهیده کړې، او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان کړي دي.
سیمه ییز خلک وايي، د هاوانونو برید د ځانګړې قطعې سرتېرو کړی دی. د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د ځانګړې قطعې سرتېرو د هاوانونو ډزې په دې سیمه کې د طالبانو تر هغه برید وروسته پیل کړې چې د دوی یو ټانک پکې وسوځېد، یو عسکر یې ووژل شو او درې نور عسکر پکې ټپیان شول.
د پژواک د سیمه ییز خبریال په وینا، ټپيان شوي ولسي وګړي او د یوه وژل شوي عسکر جسد د ولایت مرکز میمنې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.


















