پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ننگرهار هوايي ډگر؛ که د داعشیانو روزنځای؟/ بدرالدین ابدال

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 1, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
770
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ننگرهار هوايي ډگر مې څو کاله مخکې لیدلی و. گرد چاپېره ترې اغزن سیم تاو شوی و او د جلال اباد ـ تورخم سړک خوا ته یې غټ ـ غټ کانکرېټي دېوالونه کېښودل شوي وو. پټې کمرې یې سړک خوا ته لگولې وې او په پښتو  او انگلیسي ژبو پرې لیکلي شوي وو «دلته انځور اخیستل منع دي» هغه وخت هم پکې امریکایان په ځینو برجونو کې ښکارېدل او تیاره په ماشه سپاره به ناست وو.

پروسږکال کابل کې مې له یوه داسې کس سره شپه شوه، چې څو کاله یې د ننگرهار هوايي ډگر کې دنده اجراء کړې وه. هغه ویل په دغه هوايي ډگر کې داسې ځایونه شته، چې هلته افغان پوځیان نه پرېښودل کېږي او یوازې امریکایان ورځي. حتا لوړ پوړي افغان نظامي ـ ملکي چارواکي هم هغو ځایونو ته نه پرېښودل کېږي. ده د ننگرهار د هوايي ډگر د نه ملکي کولو یو علت داښوده، چې امریکایان یې نه غواړي، چې دلته د خلکو بېروبار ډېر شي او په اصطلاح د کاسې لاندې نیم کاسه حتماً شته.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د ننگرهار هوايي ډگر ډېره سیمه لاندې کړې او فکر کوم د زرگونه خلکو ځای کول په کې اسانه دي. ځینې انتونونه هم پکې فعال دي او خلک نه پوهېږي، چې دغه انتنونونه څه کار کوي؟ ځینې وايي، امریکایان د دغو انتنونو په وسیله د خلکو خبرې اوري، اوس وايي، چې د داعش د راډیو انتن هم همدلته دی؛ ځکه په ننگرهار کې له ټولو خصوصي او دولتي راډیوگانو دغه راډیو ښه اورېدل کېږي او په لرې پرتو سیمو کې هم ښه کار کوي.

 ما تېره اوونۍ هم ویلي وو، چې امریکایان د داعشیانو پر مټ غواړي ننگرهار دویم حُمص او درېیم موصل کړي. کېدای شي ځینو خلکو پرې باور نه وي کړی، خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له ننگرهار هره ورځ حتماً د یوې امنیتي پېښې راپور ورکول کېږي او پړه یې داعش مني. داعشیان امنیتي ځایونه نه په نښه کوي، بلکې ټولې ملکي ادارې په نښه کوي. کله د نرسانو روزنځای ته ننوتي وي، کله پر ښاري مدیریت برید کوي، کله یې کوم پوهنتون پسې راخیستي وي او پرون خو یې د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو پر ریاست برید کړی و. دغه ادارې نظامي نه دي. ښوونیزې ادارې تل بې پرې وي او د جگړې ښکېلې غاړې دغو ادارو ته درناوی لري؛ خو یوازې وحشي صفته انسانان مدرسې بمباروي او ښوونځي سوځي.

څو میاشتې وړاندې په ولسي جرگه کې د ننگرهار استازي حاجي حضرت علي وویل، چې داعشیان د ننگرهار په قول اردو کې روزل کېږي او ټوله روزنه یې امریکایان کوي. د مشرانو جرگې رییس فضل الهادي مسلمیار یې مالي او نظامي ملاتړ سربېره په خپلو موټرو کې تر مهمو ځایونو رسوي او د امریکا بې پېلوټه الوتکې یې څارنه کوي. دا یوازې زه نه وایم، بلکې که له هر ننگرهاري پوښتنه وکړي، چې داعشیان څوک دي او څوک یې ملاتړ کوي، نو ټول به درته ووايي«امریکایان» دي او د امریکا په شان له خلکو سره چال چلند کوي، چې د زړه سوي په نامه هېڅ نه پېژني او ټول خلک ورته «مباح الدم» ښکاري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نېکلوسن په ښکاره وايي، چې داعش غواړي ننگرهار خپله پلازمېنه وگرځوي، نو د نېکلوسن د دې بربنډې خبرې واقعیت خپله څرگندېږي، چې دوی د چا په ملاتړ غواړي ننگرهار خپله پلازمېنه کړي؟ ایا د زرگونه امریکایانو په شته‌والي کې دومره لږ خلک نه مهار کېږي، چې سیمه یې معلومه وي او په یوه ورځ د ځمکې له سره ورکېدای شي؟

تاسې خو په تېره اوولس کلنه جگړه کې تل وايئ، چې طالبانو ماتې خوړلې، نور د جگړې وسه نه لري، پر طالبانو به مذهبي فشار ډېر کړو، د سولې خبرې باید له افغان دولت سره وکړي. یوه ورځ مو هم ونه ویل، چې طالبان غواړي ښارونه سقوط کړي، طالبان هره ورځ نوې سیمې تر واک لاندې کوي، زرگونه جنگیالي لري، له اردو او پولیسو یې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي، بلکې د طالبانو د زوال او د خپلې بریا خبرې کوئ؛ خو داعش ته دومره تبلیغ کوئ، چې ننگرهار د ستاسې په موجودیت کې خپله پلازمېنه گرځوي. دغه خبره خلکو ته ځکه عادي ده، چې داعش په عراق کې هم د ستاسې په موجودیت کې موصل خپله پلازمېنه اعلان کړې وه.

بې له شکه د ننگرهار امنیتي ځایونه د داعشیانو روزنځایونه دي، ځکه د ننگرهار والي په خپله وايي، چې د داعشیانو په درملنه کې سستي مه کوئ، بلکې په پرمختللیو وسایلو یې درملنه وکړئ. ننگرهاریانو ته پکار ده، چې لومړی د امریکایانو پر ضد عمومي پاڅون وکړي او بیا داعشیان د ننگرهار له خاورې اوباسي او د کونړ سیند ته یې وروغورځوي، که نور څه نه شي کولی، نو پر مرکزي حکومت دې فشار راوړي او د کابل ـ جلال اباد لاره دې ترې یوې اوونۍ وتړي، تاسې بیا وگورئ چې مرکزي حکومت څنگه رام کېږي. که شمالي‌وال بندرونه تړلی شي، تاسې هم د تورخم بند وتړئ او مرکزي حکومت ته له مالیې ورکولو انکار وکړئ. له هرې ورځې وژل کېدا یوه ورځ مرگ ښه دی.

لوی ټکي: امریکابدرالدین ابدالپلازمېنهداعشیانمهمننگرهار
مخکینې مطلب

پکتیا او بدخشان کې ۳۰ تنه امنیتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي

بل مطلب

په محلي اردو د اربکیانو نومول به د اشرف غني وړۍ شړۍ نه کړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com