پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالب له سپیره سنګر څخه خپلو مشرانو ته څو ټکي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 1, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
846
ځلې شریک شوی
129
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: طالب

د اسد (زمری) میاشت روانه ده او زه د زمري له میاشتې سره خاصه مینه لرم، ځکه چې له نن څخه پوره ۹۹ کاله وړاندې د اسد د میاشتې ۲۸ نیټه وه چې زموږ نیکونو په ډیرو قربانیو سره د وخت وحشي ځناور راڅملاوو او داسې توبه یې پرې وویستله چې نور به د ګران هیواد خوا ته راګوري هم نه، نن تقریباً اولس کاله کیږي چې هماغه د انګلیس زامن (امریکا) په ډیر غرور او ټوپونو د خپلو منافقو مسلمانانو او وطن پلورونکو افغانانو په مټ په ګران هېواد تیری کړی دی.

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

الحمدالله مجاهدینو د دوی ستراتیژي او ټکنالوژي دواړه له ماتې سره مخ کړي دي، په هر ډګر کې یې پر دوی داسې ګوزارونه وکړل چې حتا دوی اوس پر خپلو امریکایانو فوځیانو هم، افغانان خو لا پریږده، تر ډیره اعتماد نه کوي. کله چې د دوی کوم مشر د خپلو فوځیانو لیدو ته راځي، دوی اول خپل فوځیان معاینه کوي او چې پوره مطمین شي چې دماغي ناروغي نه لري، بیا یې د مشر مخې ته راولي. دا په دې معنی ده چې مجاهدینو د خپلو مشرانو په لارښونه، د ملت په دعا او همکارۍ او د الله تعالی په مرسته خپله دنده پوره په امانت او اخلاص سر ته رسولې ده.

زه له خپل سنګر څخه خپلو مشرانو ته یو څو ټکي وړاندې کوم. کیدای شي د ځینو بې احساسه افغانانو په فکر زما سنګر سپیره او ګډوډ وي، رشتیا ده چې پرته له څو اغزنو بوټو، کاڼو، خاورو او د کارتوسو له پوچکو پرته بل شی نه لری، ولې زما لپاره همدا سپیره سنګر د دنیا په سر جنت دی، دا سنګر ما ته خپله مور ده، زما دلته ملګري شهیدان شوي دی، زما پلرونو د همدې سنګر په برکت د وخت لوی ځناور څملولي دي، دا سنګر له پلار نه ما ته په میراث پاتې دی او په مکمل ایمان لرلو سره د همدې سنګر په برکت مجاهدینو نن صلیبیان هم په ګونډو کړي دي.

نن سبا په مطبوعاتو کې د سولې خبرې ډیرې ګرمې روانې دي او دا ښه خبره ده؛ ځکه چې سوله د اسلام په چوکاټ کې د هر افغان حق دی.

درنو مشرانو موږ پوره باور لرو، پر تاسو ویاړو او ستاسو اوامر پر خپل ځان واجب بولو، ستاسې هره پریکړه مجاهدین له خپلو سپیرو سنګرونو څخه څاري او ډیر زیات ورته خوشالیږي، ستاسو ډیره کوچنۍ بریا مجاهدینو ته ډیره همت او قوت ورکوي، د بیلګې په توګه د تیر کال د پکواش د غونډې سوبه داسې یو مثال لري لکه مجاهدینو چې بسته یو زون (څو ولایته) فتحه کړي وي.

درنو مشرانو! څه فکر کوي له صلیبیانو څخه به د صلیبي جنګونو ماته له یاده ووځي، د میوند ولسوالۍ بریا به د دوی له یاده وتې وي، د انګریزانو تقریباً شل زره کسیزه پوځ او له هغه جملې څخه یواځې د ډاکتر برایډن ټپي پاتې کیدل به دوی ته په یاد نه وي پاتې. حقیقت دا دی چې دوی ته هر څه ښه په زور او زیر یاد دي. صلیبیانو په میلیاردونو ډالر د مجاهدینو د ختمولو لپاره مصرف کړي او په ملینونو ډالر هم د مجاهدینو د بدنامولو لپاره مصرفوي او همدومره پیسې نورې د سپیڅلي جهاد د بدنامولو او د خپل ځان په ګټه تمامولو لپاره هم مصرفوي.

درنو مشرانو! مجاهدینو د الله تعالی په نصرت صلیبیان په ګونډو کړي دي، اوس په سياسي ډګر کې پر مخ څپیړه ورکول ستاسو کار دی، ښه ورته بیداره شئ او له هر حرکت نه یې ځان باخبره وساتئ، د خپلو نیکونو تاریخ ته نظر وکړئ. مکناټن د وخت د مجاهدینو قومندانانو ته مختلف قسم خطونه نه و استولي چې بیا افشا شول، د ګندمک په معاهده کې یې له چل او فریب څخه کار وانخیست او داسې نور.

دوی د خپلو منافقو ملګرو په مټ هر ډول فشارونه پر تاسو اچوي او کوښښ کوي چې سپیڅلی جهاد بدنامه کړي، دوی د صلیبي جګړو په څیر دلته نور مات شوي دي، اوس دوی په دې کوښښ کې دي چې د خبرو میدان په خپله ګټه پای ته ورسوي.

صلیبیان کوښښ کوي چې له مختلفو لارو د چل او فریب په واسطه تاسې بدنامه، مایوسه، وارخطا او قهرجن کړي، ترڅو تاسو بې ثباته قدم کړي او داسې پریکړه وکړئ چې الله مکړه جبرانول به یې بیا ډیر مشکل وي، ترڅو دوی ستاسو هغه غلطي نړیوالو ته وښیي او د خپل ځان په ګټه یې پای ته ورسوي او مجاهدینو ته ووایې چې ستاسو د لکونو قربانیو نتیجه دغه وه.

درنو مشرانو! په خپلو پریکړو کې الله تعالی حاضر وګڼئ او خاص یې د الله تعالی لپاره وکړئ. ۱۷ کاله مخکې نظامي فشارونه ډیر زیات ول، الله تعالی دغه فشارونه ډیر کم کړل او ساحه یې پراخه کړه، اوسني فشارونه به هم الله تعالی کم کړي، ولې په دې کې ستاسو مشرانو زغم او حوصله ډیره مهیمه او لومړنی شرط دی.

د الله تعالی له درباره تاسو ته لا زیاته حوصله، صبر، زغم او د فشارونو په وړاندې استقامت غوارم الله تعالی دی موږ او تاسو ثابت قدم ولري. په دې کې هیڅ شک نشته چې د مسلمانانو لپاره او هغه هم په اوسني شرایطو کې چې دین د سکروټې مثال لري، دا هر څه د الله تعالی له طرفه یو امتحان دی، الله تعالی دې موږ ټولو ته همت او قدرت راکړي، چې په دې امتحان کې بریالي شو. امین

و من الله توفیق

لوی ټکي: استقامتسنګرسولهصليبيانطالبفشارمشران
مخکینې مطلب

د ننګرهار امنیت به آخر چا ته سپارل کېږي؟

بل مطلب

د جوزجان خلک: که حکومت تسلیم شويو داعشیانو ته سزا ورنه کړي، پرضد یې وسلوال پاڅون کوو

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com