د وينزوېلا پر ولسمشر د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)

د يوې غونډې پر مهال د وينزوېلا هېواد پر ولسمشر نيکولاس مادورو د بې پيلوټه الوتکې بريد شوی خو نوموړی له دغه بريده روغ وتلی دی.

پېښه هغه مهال شوې کله چې نوموړي د پوځي مراسمو پر مهال وينا کوله او په هوا کې د نوموړي سټيج ته نږدې بې پيلوټه الوتکې چاودېدلي دي.

د دغه هېواد د مخابراتو وزير خورخي رودریګیز ويلي، دا د ولسمشر د وژلو هڅه وه خو يواځې په پېښه کې اووه پوځيان ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، له چاودېدونکو توکو ډکې دوه بې پيلوټه الوتکو د ولسمشر د وينا مېز ته څېرمه په هوا کې چاودنې وکړې.

له چاودنو وروسته د پوځي مراسمو غونډه ګډوډه شوې او په ځينو ويډيوګانو کې ښکاري چې د پېښې له ځای څخه لوګي پورته کېږي.

په وروستيو کې په وينزوېلا کې سياسي کړکيچ او اعتراضونه شوي چې واک يې کيڼ اړخو اخيستی او د دغه بريد مسئوليت پر ښي اړخو اچول شوی چې د چارواکو په وينا په ټاکنو کې يې له ماتې وروسته دغه ډول هڅې پيل کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button