پروان: چاريکارو کې چاودنې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)
د پروان ولايت په مرکز چاريکارو کې نن يوځل بيا د امريکايي ځواکونو پر پلو عسکرو چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چاودنه نن سهار د مرکز مربوط په “خلازيو” سيمه کې پر امريکايي عسکرو چاودنه شوې.
طالبانو د چاودنې د تاييد تر څنګ ويلي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې امریکايي عسکر تېره شپه درې بجې نوموړې سيمې ته د چاپې په موخه راغلل او پر پلټنو بوخت و.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، په چاودنه کې اته امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چاودنې سيمې ته نږدې يو تن اوسېدونکی صميم وايي، چاودنه پر هغه ځای وشوه کله چې امريکايي عسکر يوځای ته راټول شوي و زياتوي سيمې ته څو ځلې امبولانس چورلکو تګ راتګ وکړ.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې تاييد کړې چې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
ويل کېږي، په چاودنه کې ټپي او وژل شوي امريکايان دي او د بګرام هوايي ډګر ته انتقال شوي دي
دا په تېره يوه اوونۍ کې پر بهرنيو ځواکونو درېيمه چاودنه ده چې په ياده ولسوالۍ کې پرې ترسره کېږي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د پروان بګراميو ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو لومړۍ چاودنه وشوه چې د بګرام د ولسوال په وينا پکې يو امريکايي عسکر ټپي او ټانګ يې ويجاړ شو.
د جمعې په ورځ سهار وختي هم د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امريکايي عسکرو د ماين چاودنه شوې وه چې د طالبانو په وينا څلور امريکايي عسکر پکې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.



