اروزګان: د کابل بانک د ساتونکو قوماندان په اعدام محکوم شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۶)

د ترینکوټ د ښاري محکمې د حکم ترمخه، په ارزګان ولایت کې د نوی کابل بانک د ساتونکو قوماندان جمشید د اشد مجازات (اعدام) پر سزا محکوم شو.
پر جمشید تور و، چې دوه میاشتې وړاندې یې په ترینکوټ کې د نوي کابل بانک مدیر علي ارسلان په ګډون ددغه بانک مرستیال عبدالباسط او دوه نو ر کار کوونکی وژلي وو .
ویل کیږي، چې جمشید تر فزیکي شخړې وروسته پر نوموړو کسانو ډزې کړې وې او ځای پرځای یې وژلي و.
ځایي خلکو هم له حکومته غوښتي چې نوموړی باید د خپل حرم په مقابل کې اعدام شي .
چارواکي وایي، چې جمشید په مخ کې دوه نورې محکمې هم لري او ښایي اعدام یې پر اوږدمهالي قید تبدیل شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button