پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

سي این این: په افغانستان کي د ټرمپ ستراتیژي ناکامه کېږي او طالبان ئې ګټي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اگست 17, 2018
کټګوریانې: خبرونه, مهم
0
323
ځلې شریک شوی
104
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

د متحده ایالاتو د ستري تیلویزوني شبکې سیاسي تحلیلګر ښاغلی نیک پاټن د اکسټ پر ۱۷ مه باندي لیکي: که څه هم په افغانستان کي جنګ شدید سوی دئ،‌ خو سپینه ماڼۍ وايي،«امریکا متعهده ده چي د افغانستان د جنګ لپاره یوه سیاسي حللاره ومومي.»

دا هم ولولئ

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نیک پاټن وايي په متحده ایالاتو کي د افغانستان جنګ په یو هېر سوي جنګ باندي بدل سوی دئ.«غرب په افغانستان کي د بري پر ځای د یو موجه اخراج په لټه کي دئ، او غواړي چي‌ د افغان له جنګه ځان راټول کړي.»

لیکوال زیاتوي کلونه کلونه متحده ایالاتو ټینګار کاوه چي طالبان باید د افغان حکومت سره مخامخ خبري وکړي،‌خو طالبانو تل غوښتل چي «د اشغالګرانو» سره مخامخ خبري وکړي. اوس امریکا د هغوی همدا غوښتنه منلې ده.

نیک پاټن کاږي موږ نه پوهېږو چي د امریکا او طالبانو تر مینځ خبري چیري رسېدلي دي، خو دونه پوهېږو چي اضافه مذاکرات راروان دي. او دا خبري په داسي‌ وخت کي کېږي چي طالبان په نظامي او سیاسي لحاظ د قوت په موضع کي دي. ځکه هغوی د خپلو اصلي غلیمانو (یعني امریکا او ناټو) سره خبري کوي.

لیکوال علاوه کوي څرګنده خبره ده چي د افغانستان د جنګ لپاره نظامي حل نسته، او د سپیني ماڼۍ د روغي جوړي پالیسي درسته ده. ځکه طالبان پوهېږي چي جنګ ئې ګټلی دئ، او غرب ستومانه سوی دئ.

بل پلو، په افغانستان کي بل جنجالي انتخابات راروان دي، او د دې خطر سته چي دا پارلماني انتخابات به د حکومت مشروعیت نور هم ور کمزوری کړي. په آخر کي، په داسي حال کي چي د افغانستان جنګ ۱۸ کلن کېږي، امریکا پدې نه پوهېږي چي ولي افغانستان ته ننوتله، او اوس هلته د پاته کېدو په اړه په زیاتېدونکې توګه شکمنه ده، او پدې هم نه پوهېږي چي د خپل مسلم خروج په پاي کي باید څه وکړي.

مایکل مالووف: «د غني نصب سوی حکومت به یوه هفته دوام و نه کړي»

د ویک ویب پاڼه پخپله سر مقاله کي د اګسټ پر ۱۷ مه باندي لیکي پداسي حال کي چي د متحده ایالاتو توجه پر داخلي مسایلو باندي متمرکز سوې ده، په افغانستان کي جنګ زور اخیستی دئ. پدې تېره هفته کي، د طالبانو او حکومت په نښتو کي په سلهاوو خلګ وژل سوي دي.

سر مقاله وايي د بي بي سي په اټکل طالبان د افغانستان په ۷۰٪ فیصده خاوره کي فعال حضور لري. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پخوانی تحلیلګر ښاغلی مایکل مالووف وايي که چیري همدااوس امریکا خپل عسکر له افغانستانه راوباسي، د امریکا په زور د اشرف غني نصب سوی حکومت به یوه هفته دوام و نه کړي.

سر مقاله ادامه ورکوي او کاږي په رویټرز کي ښاغلي پطر آپس لیکي،«لدې پس، د طالبانو ټول نظامي عملیات په عین حال کي هم نظامي او هم سیاسي اهداف لري. د طالبانو د دې هفتې نظامي عملیات د دې لپاره نه ول چي سیمي لاندي کړي، بلکي د هغوی د نظامي قابلیت او حضور ښکاروندی ول. پدې عملیاتو کي د طالبانو اساسي هدف پر روانو مذاکراتو باندي اغېزه ښندل ول.»
#DPolPost

لوی ټکي: واحد فقیريورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

عمران خان رسماً د پاکستان د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو

بل مطلب

په کومه پېښه څه وليکم او که پرې وژاړم؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
افغانستان

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com