وال سټریټ ژورنال: طالبانو.د لیزري وسلو په مټ د لسګونو امریکایانو سترګې ړندې کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۷)
د امریکا د والسټریټ ژرورنال ورځپاڼې د راپور تر مخه چې د امریکایي چارواکو په استناد یې خپور کړی، سږکال د لیزري وسلو په مټ د سلګونو امریکایانو د ړندولو هڅې شوې.
ورځپاڼې ته په قطر کې امریکایی پوځي چارواکو ویلي، د روان کال په اوږدو کې په عراق، سوریه او افغانستان کې وسلوالو مخالفینو ۳۵۰ ځله د امریکا د هوايي ځواک د ناکاره کولو، د الوتکو د نسکورولو او د هوایي ځواکونو د سترګو د لید د ختمولو په خاطر د لیزري وسلو بریدونه کړي.
چارواکو ویلي، دا شمیر په ټول تیر کال کې یواځې ۴۰۰ ځله تکرار شوې چې د سږکال په پرتله ډیر کموالی ښیي
ورځپاڼې ته د جنرال بیل اوربان په نامه پوځي چارواکي ویلي، د لیزري وسلو په مټ د پیلوټانو د ړندولو هڅې ډیرې خطرناکې دي او کیدای شي چې د یوه پیلوټ د سترګو لید د تل لپاره ختم کړي
دا لومړی ځل دی چې امریکایی چارواکي د طالبانو له خوا د لیزري وسلو د کارولو له امله اندیښنه څرګندوي، تر دې وړاندې افغان چارواکو په وار وار دا وسلې خطرناکې بللې وې.



