نشنل انټرسټ:افغان پوځ یواځې د امریکا د ګټو لپاره قرباني ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۱)
د نشنل انټرسټ نشریې په افغانستان کې د امریکا پر ماتې او د افغان پوځ د شاتګ په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې.
ورځپاڼه وایي، امریکایي مشرانو په ځلونو اعتراف کړی چې دوی په افغانستان کې د خپلو ګټو د تحفظ لپاره میشت دي او له افغان پوځ سره هم په همدې موخه مرسته کوي ، دغه راز افغان مشرانو په تیره بیا ولسمشر غني هم په وار وار اقرار کړی چې عسکر یې د نړیوال امنیت د خوندیتابه په موخه قرباني ورکوي.
ورځپاڼه وایي، امریکا باید پوه شي چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا لپاره هلته وژل کېږي ، او په خبره یې چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه تر دې وروسته په افغانستان کې له نظامي لارو بریا ته نه شي رسېدلی.
د ورځپاڼې په باور، اوس د افغان جګړې د حل لپاره یوازې یوه لار پاتې او هغه هم دا چې امریکا د طالبانو خبره ومني او له دغه هېواد ووځي.
ورځپاڼه وایي، امریکا اوس د پاڼ او پړانګ تر منځ قرار لري، نه د ټولو ځواکونو د ایستلو بیړنۍ پریکړه کولی شي او نه هم روان حالت ورته دزغملو دی.
انټرسټ زیاتوي، د افغان پوځ ۱۰۰ سلنه نظامي او ۶۰ سلنه ملکی بودیجه د امریکا پر اوګو پرته ده او له دې سره پراخ فساد او جګړییز لګښتونه هغه څه دي چې امریکا یې اوس له اقتصادي پلوه اندیښمنه کړې.
د مقالې لیکوال وایی، امریکا که څه هم په افغانستان کې ځاني زیان دومره زیات نه لري خو مالي زیان یې تر بل هروخت پورته دی ، هغه څه چې باید دحل په موخه یې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره یوه سالم جوړجاړي ته ځان ورسوي


