شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: امریکایي ځواکونو د ’داعش ژغورنې‘ عملیات پیل کړي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اگست 24, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
جوزجان کې د داعش ماشومان جنګیالي

جوزجان کې د داعش ماشومان جنګیالي

812
ځلې شریک شوی
508
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲)

طالبانو یو ځل بیا ادعا کړې چې امریکایي ځواکونو د هېواد په ختیځو برخو کې د داعش د وروستیو سنګرونو د حمایت او ساتنې په موخه د دوی پر ضد خپل عملیات ګړندي کړي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

طالبان وایي، هرڅومره چې دوی د داعش پر وړاندې خپل عملیات چټکوي، په مقابل کې یې امریکایي ځواکونه د داعش په ملاتړ د جنګېدونکو طالبانو پر لومړیو کرښو خپلو بمباریو ته زور ورکوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ”د روان اګست میاشتې په ۱۷ ــ ۱۸ ــ او ۱۹ نیټو باندې امریکايي الوتکو په مسلسل ډول د مجاهدینو په مرکزونو، موټرو او سنګرونو باندی 8 ځله ډرون حملې وکړې او دوه ځله يې جیټ طیارو بمبار وکړ.“

د نوموړي په خبره، د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالی اړوند زاویی سیمه کې طالبانو د داعش پر ضد د عملیاتو تابیا کړې او ډیرې پراخه سیمې يې د هغوی له شتون څخه تصفیه کړي دي، خو په وینا یې، ”لکه د تیر په څیر یوځل بیا امریکايي اشغالګرو د داعش په ملاتړ سیمې ته الوتکې را واستولې او د مجاهدینو په سنګرونو باندې يې مکررې بمبارۍ وکړې.“

مجاهد وایي، د امریکایي ځواکونو له خوا د داعش په ملاتړ په وروستیو هوايي بریدونو کې ”۱۳ تنه طالبان او ۱ تن عام وګړی شهیدان شول او ۶ تنه نور ټپیان شول. “

طالبانو دغه راز ویلي چې څه موده وړاندې یې د داعشیانو یو ګروپ محاصره کړی و، ”تر امریکايي بمبار څخه وروسته د کابل ادارې د عسکرو لخوا په رینجر موټرو کې له محاصرې څخه وژغورل شول چې یو تن په کې ټپي هم وو.“

طالب ویاند په کونړ کې هم یوې پیښې ته اشاره کړې چې په خبره یې، ”د اګست په ۱۸مه نیټه د کونړ ولایت منورې ولسوالۍ لاهور ډاګ سیمه کې هم په هغو مجاهدینو امریکايي ډرون برید وشو چې غوښتل يې د داعشیانو په وړاندې عملیات وکړي، په دغه پيښه کې ۳ مجاهدین شهیدان او ۴ ټپيان شوي وو“.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له شمال څخه د داعشیانو جرړه داسې مهال له بیخه وکښله چې له پاسه پرې امریکایي الوتکو پرلپسې بمبارونه کول، چې تر محاصرې وروسته  حکومت د دې ډلې ټول مهم او لوړپوړي غړي په چورلکو کې له سیمې انتقال کړل.

د سیمې خلک وایي،  امریکایان هڅه کوي په کونړ او ننګرهار کې د داعش وروستي مراکز په ټول توان سره وساتي او د هغوی هر اړخیز حمایت وکړي.

لوی ټکي: ختیځ ولایتونهد داعش ډلې مرکزونهد طالبانو اعلامیه
مخکینې مطلب

افغانستان د اوبو د کموالي له فاجعې سره مخ دي

بل مطلب

سږ کال له افغانستانه ستنو شویو ۳۰ برېتانوي سرتېرو ځانونه وژلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com