روسيه: په دوه جلا پېښو کې څلور تنه وژل شوي- اته ويشت تنه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۰)
د راپورونو له مخې، په روسيه کې په الوتکه کې د اور لګېدو او د چاودېدونکو موادو په يوه فابريکه کې د چاودنې له کبله دوه دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روسيې په سوچي ښار کې یوه الوتکه د “runway” له کرښې وتلې چې له امله يې په الوتکه کې اورلګېدونه رامنځته شوې او د ځايي چارواکو په وينا په دغه پېښه کې اتلس کسان ټپيان شوي او د ميدان هوايي يو کارمند وژل شوی دی.
د روسيې د ترانسپورت وزات نن د شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، پېښه د خرابې هوا له امله رامنځته شوې ده.
دغه الوتکه چې ټاکل شوې وه له مسکو څخه د سوچي ښار ته الوتنه وکړي پکې ۱۶۴ مسافر او شپږ د الوتکې کارمندان سپاره و.
د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، یو تن کارمند هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ چې غوښتل يې له الوتکې د مسافرو په ايستلو کې مرسته وکړي.
دوهمه پېښه د دغه هېواد په دزيرژينسک ښار کې په يوه فابريکه کې د چاودنې له امله شوې چې د چارواکو په وينا له کبله يې درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، په دغه پېښه کې پنځه تنه لادرکه دي.
د روسيې د فدرالي تحقیقاتو د کمېټې مسوولين وايي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې کارمندانو غوښتل د ټانګونو ضد پخواني ماينونه له منځه یوسي.



