شاهین قول اردو: چورلکې لوېدو پېښه کې د یو بهرني په ګډون درې تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)
چاراکي وايي، نن سهار د دفاع وزارت اړوند يوه قراردادي چورلکه له اور اخيستو وروسته نسکوره شوې او پکې د یوه بهرني په ګډون شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن سهار وختي د شاهين قول اردو په ساحه کې د تخنيکي ستونزې د رامنځته کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، ياده الوتکه له کابل څخه بلخ ته راغلې وه او له شاهین قول اردو څخه د فارياب پر لور له پرواز څو شيبې وروسته نسکوره شوه.
د رضايي په وينا، په دغه الوتکه کې يو بهرنی او دوه نظامي منسوبين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، وژل شوی بهرنی تن د الوتکې پيلوټ و چې په پېښه کې د اور خوراک شو.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې د دفاع وزارت اړوند يوه اکمالاتي چورلکه نسکوره شوې وه.
دفاع وزارت وويل چې يادې چورلکې په برګمټال کې بيړنۍ ناست کړې خو طالبانو ادعا وکړه چې چورلکه د دوی د بريد په ترڅ کې نسکوره شوې او له عملې سره له منځه يوړل شوه چې ټوټې يې لا هم په سيمه کې پرتې دي.



