د هندي پوځ اړوند جنګي الوتکې سقوط وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۳)
د راپورونو له مخې، د هندي پوځ د هوايي ځواکونو اړوند Mig27 جنګي الوتکې سقوط کړی دی.
هندي چارواکي وايي، دغه الوتکه د هېواد د راجستان ایالت په جواب پور سيمه کې د نا معلومو دلايلو له کبله لوېدلې ده.
د چارواکو په وينا، د الوتکې لوېدو لږ مخکې پيلوټ په پراشوت کې ځان خوشې کړی او ژوندی پاتې شوی پاتې شوی دی.
مسوولين وايي، تر اوسه د الوتکې د لوېدلو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې څېړنې روانې دي.



