دفاع وزارت دجګړیزې پالیسي جوړولو لپاره بل ځوان په دنده وګماره
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۵)
د ملي دفاع وزارت وایي ، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پالیسی او استراتیژی په چارو کی د ملي دفاع وزارت مرستیال، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي لخوا معرفی شو.
خبرپاڼه زیاتوي، د جمهوري ریاست د مقام د حکم پر اساس عبدالحی رؤف، د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د خبرپاڼې ترمخه، د یاد پوسټ چارې یوځل بیا یوه ځوان ته ورسپارل شوې، چې د یاد وزارت له خوا به دجګړیزو عملیاتو، بمباریو او بریدونو لپاره پالیسي او تګلاره جوړوي.
تر دې وړاندې هم پر یاده دنده د کشر عمر یوځوان ګمارل شوی و، چې له څوکلنې دندې وروسته د خپلو نیمه زدکړو د بشپړلو لپاره بیرته بریتانیا ته ستون شو.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر وویل، په اوسنیو شرایطو کې، د پالیسي جوړولو په برخه کې مرستیال په توګه دښاغلي رؤف ټاکل کیدل پر ځای ګام دی او هغه یې د دې پوسټ لپاره وړ شخص یاد کړ.
د ستراتیژۍ او پالیسۍ په چارو کې د ملي دفاع وزارت نوي مرستیال په خپله وینا کې وویل، چې د ملي اردو د څلور کلن پلان د تطبیق او په دې برخه کې د یولړ اصلاحاتو راوستل یې په کاري لومړیتوبونو کې دي .
دفاع وزارت نه دي ویلي، چې د پالیسي جوړونې نوی مرستیال مشر کومې پوځي زدکړې لري او که په انتسابي توګه دې پوسټ ته انتخاب شوی.



