یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د سولې وړاندیز که د سولې په نوم دام؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 28, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
7
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د روان زیږدیز کال د تیرې فبروري د میاشتې په ۲۸مه اشرف غني ‌‌طالب مشرانو ته وړاندیز وکړ چې سوله ورسره وکړي او له هغې وروسته يې د جون د میاشتې په ۷مه د کمکي اختر په را رسیدو د اوربند غوښتنه ترې وکړه، طالبانو د کمکي اختر په ورځو کې درې ورځې اوربند اعلان کړ، چې په ټول هېواد کې يې هرکلی وشو، خو د سولې په اړه چې تر اوسه پورې امریکا، اشرف غني او عبدالله  وړاندیزونه کوي، طالبان يې ردوي؛ ځکه طالبانو چې له لومړي سره د سولې په اړه له هېواده د بهرنیو پوځونو له وتلو وروسته د مزاکراتو کولو دریځ نیولی، تر اوسه په خپل دریځ ولاړ دي.

اجرائیه رئیس (په حکومت کې د اشرف غني شریکباڼی) عبدالله په نیویارک کې ویلي چې د افغانانو په مالکیت دې طالبان سوله وکړي.

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

د ملګرو ملتونو په  ۷۳مه غونډه کې چې په نیویارک کې جوړه شوې وه او عبدالله پکې طالب مشرانو ته د سولې د مزاکراتو وړاندیز وکړ، څه نوې خبره نه ده، بلکې امریکایي چارواکو په وار وار طالبانو ته د سولې لپاره د مزاکراتو وړاندیزونه کړي دي، خو طالبان يې ځکه نه مني چې دا وړاندیز د سولې نه، بلکې د سولې په نوم دام دی چې امریکا په افغانستان کې د بایللې جګړې وروسته په پلان کې نیولی دی.

عبدالله په  نیویارکې غونډې ته وویل چې اشرف غني په وار وار بې د کوم قید او شرطه د بین الافغاني غونډې د جوړولو طرحه وړاندې کړې ده، خو طالبانو ورته مثبت ځواب نه دی ویلی، عبدالله به په خپل فکر د اشرف غني د سولې لپاره د مزاکراتو طرحه اړینه بولي، خو اشرف غني به هغه مهال د بین الافغاني مزاکراتو طرحه وړاندې کولای چې روانه جګړه بین الافغانی جګړه وای او بهرنیو په هيواد کې هیڅ ډول حضور نه درلودای.

په افغانستان کې  روا نه جګړه د طالبانو او امریکایانو جګړه ده، اشرف غني خپله اعتراف کړی دی چې د امریکایي پوځونو له موجودیت پرته یوه اونۍ هم حکومت نه شي کولای، بیا څرنګه د بین الافغاني مزاکراتو طرحه وړاندي کوي؟

د ملګرو ملتونو په ۷۳مه غونډه کې د عبدالله دا خبره چې څوک له جګړې لاس اخلي، امتیاز به ورته ورکړي، ډيره بې ځايه ځکه ده چې اشرف غني او عبدالله دواړه له خپلو کورونو د وتلو واک نه لري، طالبانو ته به څه امتیاز ورکړي؟

طالبان په افغانستان کې د امتیازاتو لپاره جګړه نه کوي، که يې امتیازات غوښتلای، په وار وار ورته د امریکا لخوا په حکومت کې په لوړو پوستونو او امتیازاتو د برخې اخستنې وړاندیز شوی دی. دا تاریخ ثابته کړې ده چې سپیڅلی هدف په امتیازاتو نه، بلکې په قربانیو تر لاسه کیږی او طالبان به په خپلو قربانیو ټول بهرني پوځونه له افغانستانه تیښتې ته اړ باسي، ځکه خو یې د همدې سپڅلي هدف لپاره کفنونه پر سرونو تړلي دي.

طالبان د سولې او امن لپاره د بهرنیانو په مقابل کې په جګړه اخته دي، سوله او امن د طالبانو اصلي هدف دی، خو دا سوله هغه وخت راتلای شي چې بهرنیان له افغانستانه ووځي، کله چې جګړه بین الافغاني شوه، مزاکرات به هم بین الافغاني شي، اوس چې د سولې په نوم امریکا، اشرف غني او عبدالله کومې چغې وهي، دا سوله نه، بلکې د سولې په نوم یو دام دی او طالبان هیڅ وخت ځان په دام کې نه راګیروي.

لوی ټکي: اشرف غنياعترافسولهطالبانعبداللهملګري ملتونههدف
مخکینې مطلب

کاناډا د برما له مشرې خپل افتخاري تابعیت اخلي

بل مطلب

نظم - محمد علي عمري

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com