یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د سوالي حکومت سوالي سوله

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 29, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
85
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

تبصره

په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې جګړې روانې دي. د هېواد په هره سیمه او دره کې د افغانانو کورونه په کنډوالو بدل شول، کلي یې په بمباریو کې ویجاړ شول، د بې ګناه او بې دفاع افغانانو هدیرې جوړې شوې، چې تر نن ورځې پورې په افغانستان کې د یرغلګرو د مرګونو عملیاتو او بمباریو په دوام هراړخیزه تباهي روانه ده.

په افغانستان کې د جګړې دوام د اسلاميت او افغانیت پر خلاف د یو شمېر بې ضمیرو، پردي-پالو او له خپل دین، مذهب، وطن او ولس سره د جفاکارو د کړنو او نظریاتو نتیجه ده. دوی د دې پر ځای چې له خپل دین، خاورې او ولس سره وفا وکړي، د یرغلګرو مقابله وکړي، وطن پلورونکو یرغلګرو ته یې د یرغل بلنه ورکړه.

بله بدبختي دا ده چې د یرغلګرو لخوا په هېواد کې جګړه په زور کې روانه او د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړه  نور هم زور اخلي، خو امریکا او په کابل کې سوالي حکومت یې په کاذبو هڅو د سوال لیار نیولې ده.

 هیڅکله د سوال او کاذبو هڅو په زور د جګړې مخه نشي نیول کېدای. د امریکا او افغان سوالي حکومت لخوا د سولې په نوم کاذبې او سوالي هڅې اوس ټولې نړۍ ته څرګندې شوې دي.

غربی رسنیو ډنډوره کړې چې د سوالي حکومت یو شمېر غړو په سعودي عربستان کې له طالب استازو سره په دې غرض کتلي چې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو پروړاندې خنډ واقع نه شي. یانې، طالب استازو ته یې د سوال ځولۍ غوړولې چې انتخابات له ناشونۍ سره مخ نه کړي.

د رویټرز خبري اژانس لیکلي چې افغان حکومت په سعودي عربستان کې د طالبانو له استازو سره د پارلماني انتخاباتو او طالب بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

 طالبانو په وار وار د غربي رسنیو دا ډول تبلیغات رد کړي او دا یې د سوالي حکومت روانې سوالي او کاذبې هڅې بللې دي.

امریکا په افغانستان کې رښتیني جګړه پیل کړې، خو پخپله او په کابل کې په خپل لاس جوړ کړي سوالي حکومت یې د اندونیزیا او سعودي عربستان په شمول له زیاتو هېوادونو د سولې په تمه وړي کچولونه خالي راوړي دي.

په کابل کې له سوالي حکومت سره اندېښنه ده چې د ٢٠١٨ز کال د اکتوبر د میاشتې په شلمه پارلماني انتخابات کیږي، طالبان به د انتخاباتو پر مرکزونه بریدونه وکړي او انتخابات به ناشوني کړي.

د همدې غرض لپاره د کابل سوالي حکومت یو شمېر په کرایه اخستل شویو ملایانو ته کچکول ورترغاړې کړی او پاکستان ته یې لیږلي دي. د کابل حکومت هغه کرایه کښ ملایان پاکستان ته لېږلي چې پخپله یې د افغانستان په داخل کې افغانان پر کړنو، عمل او وینا باور نه لري؛ دوی به هم خالي کچکولونه راستنیږي.

 په هېواد کې د بهرنیانو لخوا جګړه په زورکې روانه ده او د کابل سوالي حکومت نورو هېوادونو ته په کرایه کښو ملایانو سوله په سوال غواړي.

مخکینې مطلب

مسوولين: هرات کې ۷۱ ماشومان د خپلو کورنيو له خوا پلورل شوي دي

بل مطلب

سرچينه: عاطف مشعل اسلام اباد کې د افغانستان سفير ټاکل شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com