پاکستان بهرنيو چارو وزير: د افغانستان مسله د نظامي لارې نه حل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۸)
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د وينا پر مهال ويلي چې د افغانستان مسله د نظامې لارې نه حل کېږي او پاکستان د افغان سولې ملاتړ کوي.
قریشي د ملګرو ملتونو ۷۳ کلنۍ ناسته کې وویل، افغانستان او پاکستان له ډېر وخت راهیسې د بهرنیو ځواکونو د غلط پوهاوي نښه ګرځېدلي دي.
قريشي دغه راز وويل، د نورو هېوادونو سربيره پاکستان هم له تروریزم سره مخ دی او په افغانستان کې يې د نورو وسله والو د شتون سربيره د داعش ډلې پر فعاليت اندېښنه څرګنده کړې ده.



