(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۹)
په داسې حال کې چې د هیواد ځمکه او فضا لا هم د بهرنیو پوځیانو په لاس کې ده آن د هیواد د امنیتي قواوو د جګړو د قوماندې مشرتابه هم پر غاړه لري، جمهور رئیس غني په یوه هیښوونکې وینا کې ویلي چې د بلکواټر په ګډون به هیڅ پوځي اجیر ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
نوموړي د خپلې وینا د سپیناوي په توګه ویلي
“ پوځي اجیران هغه کسان دي ، چې هیڅ ډول پوځي مسؤلیت نه لري او د پیسو په مقابل کې جګړه مخته وړي“
غني داسې مهال داخبرې کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بدنامې امنیتي کمپنۍ بلکواټر ته د جګړې د سپارلو خبرونه په زیاته کچه رسنیز کیږي.
غني وایي؛ د افغانستان امنیت تر بل هرچا د افغانستان ولسونه ښه ساتلی او په دې برخه تر بل هرځواک ښه ثابتیدلی شي.
باید وویل شي، چې اوس هم د افغانستان په مختلفو نقاطو کې زرګونه قراردادي بهرنیان د امریکایي ځواکونو په لیکو کې فعالیت کوي خو ولسمشر یې د برخلیک په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس د خپل حکومت بقا د بهرنیانو تر پوځي شتون پورې تړي او سیاسي مخالفین یې هم دا خبر مني چې په یوه تازه اقدام کې د بلخ پخواني والي عطانور ویلي چې که له ارګ سره د امریکایانو پوځي ملاتړ نه وي ،ارګ او ټول پرسونل یې په دریو ورځو کې نیولی شي.
















