میدان وردګ: د ګډو ځواکونو عملياتو کې درې کوچيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)
د میدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې يوځل بيا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په قلعه سنګي سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، د صفر یک قطعې عملياتيعسکرو چې بهرنيو ځواکونو يې هم ملتيا کولو د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي، کورونه يې پلټلي او عام خلک يې زورولي دي.
سيمه ييز خلک وايي، ګډو ځواکونو درې تنه کوچیان وژلي زياتوي چې کوچیان د عملياتو پر مهال له خيمو راوتلي و چې د عسکرو په ډزو ووژل شول.
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي تلفاتو کچه زياتوې شوې چې په لړ کې يې تيره ورځ هم دولتي ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د واده پر يوه پروګرام بمبار وکړ چې د ځايي سرچينو په وينا دري دېرش ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او شکاياتو اورېدو کمېسیون تيره ورځ په يوه راپور کې وويل، په تيره مياشت کې د بهرنيو او کورنيو عسکرو په هوايي بريدونو، شپنيو عملياتو او بمبار کې (درې سوه پنځه دېرش) ملکيان وژل شوي چې (اتلس) پکې ميرمنې او (لس) ماشومان دي.



