خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

مسیر:
په افغان سوله کې د چا رول ډېر مهم دی؟
شناند:
د جګړې د اصلي لوریو یعنی طالب او امریکا
دنیا:
پر ډيورنډ د امريکايي ګانکرسمېن اوتې بوتې
شناند:
اوتې بوتې نه بلکه د امریکا + افغان حکومت تر مینځ له پخوا نه معامله شوی کار نه پرده پورته کول
ویسا:
راتلونکې ولسي جرګه به د چا استازيتوب کوي؟
شناند:
معلومدار! د غرب مشربو او له جهاد نه د منحرفو غلامانو
هیواد:
تر وخت وړاندې مبارکۍ د څه لپاره؟
شناند:
د حماقت د څرګندولو لپاره
اصلاح:
يوه جفا او يوه تشه چې له ۱۷ کلونو راهيسې دوام لري
شناند:
او هغه په امریکایانو کې د صداقت، اخلاص او شفافیت نه موجودیت
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون:
د رایو د باطلولو په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف ده
شناند:
کوم کار مو په قانون برابر دی چې دا پریکړه به د قانون خلاف وی؟
یوناما:
انتخاباتي کمېسیونونه دې د پارلماني انتخاباتو روڼتيا او شفافیت وساتي
شناند:
دا په اصل کې د یوناما یو شفر دی چی باید غرب مشربې څیرې بریالۍ کړای شي
ټیفا:
انتخاباتي کمېسیونونه تر ولسمشریزو انتخاباتو مخکې اصلاحاتو ته اړتیا لري
شناند:
له اصلاحاتونه هدف فساد دی په دې معنی چې داسې ټریننګ ورکړای شي څو د امریکا د خوښی ولسمشر ته د بریا لارې آوارې کړای شي.
اراده:
دونالد ترمپ دعوت صدراعظم هند را رد کرد
شناند:
هند باید لومړی له اشرف غني نه د ښې غلامۍ ټریننګ اخیستی وای نو بیا له داسی خجالت سره نه مخ کیدو.
انیس:
د بنګله دېش کرکټ غوره لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي اخیستل شوي
شناند:
د نجونو د خرید او فروخت ناورین مو اوریدلی و خو د کرکټیانو د خرڅلاو مو نه وو اوریدلی؟
ویسا:
د هدفي وژنو تر شا د چا لاس کېدای شي؟
شناند:
معلومدار! د یهودو او نصاراو
اصلاح:
افغان ولس، تر هر اړخيز فشار لاندې
شناند:
دا ټول د پخوانیو نا اهله، بې کفایته او عیاشو غرب مشربه او شرق مشربه غلامو حاکمانو د لاسه
۸صبح:
افغانستان و روابط ناتعریف شده با پاکستان
مبصر:
خو شیر باز هم شیر است
ویسا:
يو ځان شرموي، بل قام
شناند:
خاص لکه اشرف غني او ډاکټر عبدالله
هیواد:
جنرال عبدالرازق؛ له هېواد او هېوادنيو ګټو نه د دفاع قرباني
شناند:
ښکرور درواغ!!! بلکې د امریکایانو ګټو نه د دفاع قربانی
اراده:
په غزني کې چاودنې پنځو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
شناند:
دا د پخوا په څیر د خاد او اوسنی امنیت ملي وحشیانه کارنامی او زوړ عادت دی
نمایندۀ پارلمان عراق:
موضوع خروج نیروهای امریکایی از عراق بزودی در پارلمان بررسی خواهد شد
مبصر:
پس ازان که حکومت عراق را بطور مکمل امریکایی ساخت پس ضرورت به باقی ماندن آنها محسوس نمیګردد.



