شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

مسکو د افغان سولې خبرو کې غني او واشنګټن بای پاس کړي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 2, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
206
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۸)

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

رویټرز د نومبر پر ۲ مه لیکي چي روسیې په پټه یوه ډله مشهور افغان سیاستوال مسکو ته ور دعوت کړي دي، څو هلته د طالبانو سره خبري وکړي. مسکو پدې ډول جمهورریس غني بای پاس کړی دئ، او د مسکو دا اقدام د غني د سخت قهر او اعتراض سبب سوی دئ.

رویټرز لیکي دوې میاشتي کېږي چي په کابل کي روسي دپلوماتانو افغان سیاستوالو ته په مسکو کي د سولي په خبرو کي بلني ورکوي. پدې خلګو کي حامد کرزی او نور اوسني او پخواني عالي رتبه افغان چارواکي شامل دي.

رویټرز وايي چي په کابل کي د روسیې سفارت پدې باره کي له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه. او دغه راز، په کابل کي د امریکا سفارت هم د تبصرې کولو څخه امتناع وکړه.

د کابل د حکومت مامورین وايي چي اشرف غني له مسکو څخه خوابدی سوی دئ، ځکه مسکو پدې اړه سخت فعال دئ. یو افغان مامور وایي،«موږ له مسکو څخه غوښتي دي چي دا کانفرانس کېنسل کړي، ځکه د طالبانو سره دا راز خبري د امریکایانو سره د مذاکراتو پروسه مختلوي، خو مسکو زموږ غوښتنه را رد کړه.»

په کابل کي د روسیې د سفارت ویانده وايي موږ هیله لرو چي د مسکو د فورمټ په باب نور جزییات په راتلونکو ورځو کي په عامه توګه اعلام کړو. افغان سیاستوال وايي چي امریکا د طالبانو سره په قطر کي رسمي مذاکرات شروع کړي دي، خو دوی ئې بای پاس کړي دي.

حامد کرزی او عطا نور به د مسکو په کانفرانس کي برخه واخلي. عطا نور وايي،«زه لدې سره هیڅ مشکل نه لرم چي متحده ایالات او اشرف غني له طالبانو سره خصوصي خبري وکړي، خو هغوی د دې صلاحیت نه لري چي موږ دا ووايي چي موږ د طالبانو سره خبري کولای سو او کنه.» هغه علاوه کړه،«د طالبانو سره په خبرو کي د یوه خارجي قوت ښکېلتوب به د افغانانو سره د سولي په راوستلو کي مرسته و نه کړي.»

رویټزر لیکي طالبانو ویلي چي یو عالي رتبه هیات به مسکو ته واستوي. یو طالب چارواکي وايي،«اکثرو ملکونو موږ منلي یو، او موږ ئې د یوه مستقل سیاسي قوت په توګه دعوت کړي یو. دا واقعا زموږ موفقیت ښيي.»

په کابل کي دپلوماتان وايي چي متحده ایالات او د کابل حکومت د مخالفانو د مسکو مستقیمو سیاسي معاملو ته د شک په سترګه ګوري، او د مسکو دا اقدام خپلو کارونو کي یوه څرګنده مداخله ګڼي. په کابل کي یو غربي دپلومات وايي،«روسیه کوښښ کوي چي د افغان په سوله کي یو مستقل بهیر تشکیل کړي. مسکو هڅه کوي چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو نقش راکنټرول کړي.»

رویټرز لیکي د مسکو فورمټ دا ښيي چي روسیه غواړي د افغانستان په چارو کي فعاله ونډه ولري. له ۲۰۱۶ راهیسي، روسیې د افغان حکومت سره د زیاتو وسلو کومک کړی دئ. د خارجي چارو ماهر ښاغلی فیوډور لوکیانوف وايي،«دا څرګنده خبره ده چي په افغانستان کي امنیتي وضع مخ پر سمېدو نه ده. خطرونو ډېرېږي، او په افغانستان کي د اسلامي افراطیانو لپاره فرصتونه ایجادېږي. د افغانستان د داخلي اوضاع دینامیزم په منفي جهت کي حرکت کوي. همدا وجه ده چي دپلوماتان او سیاسي کلاس فعاله سوی دئ.»

Russia reaches out to Afghan leaders for Taliban talks, angering Kabul

_______________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

د پوځي ناکاميو په اړه د سيګار پر تازه راپور څو ټکي

بل مطلب

کابل: د تیرې شپې اورلګیدنې سلګونه میلیونه ډالر زیان اړولی او زیاتره یې چور شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com