شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د پوځي ناکاميو په اړه د سيګار پر تازه راپور څو ټکي

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 2, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
109
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د بیا رغاونې په نوم ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې حکومتي او بهرنیو ځواکونو د تیرو اتو کلونو په پرتله په روان کال کې په ولسي وګړو او طالبانو زیاته بمباري وکړه، خو بیا يې هم د هغو سيمو، چې طالبانو نیولې وې، د بیرته نیولو پر ځای نورې سیمې هم له لاسه ورکړې دي.

غربي رسنیو هم منلې چې افغان او بهرني پوځونه نور په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې د جګړې توان نه لري، طالبان ورځ په ورځ د خپلو بریدونو په دوام له حکومته سیمې نیسي او امکا ن لري تر اویا سلنه زياته خاوره د طالبانو لاس ته ورشي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

مخکې به چې سیګار په افغانستان کې د پوځي یا ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکاوه؛ نو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګوته به يې دواړو لورو (حکومت او طالبانو) ته نیوله، خو اوس وايي چې بهرنیو ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه په افغان ملکي وګړو بمبارۍ کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې، په تیرو اتو کلونو کې حکومت او بهرنیو پوځونو نه په دومره کچه بمباري کړې وه او نه يې دومره خاوره له لاسه ورکړې وه.

په افغانستان کې چې روانه جګړه له تیرو کلونو سره پرته کړل شي، ظاهره شي چې پر غزني له بریده وروسته د حکومتي ځواکونو پښې ډیرې ښویېدلې دي؛ ځکه خو يې له درې میاشتو راهیسې ۱۶سلنه نوره خاوره هم له لاسه وتلې ده. که د افغان او بهرنیو پوځونو بمباریو او ځمکنیو شپنیو عملیاتو ته ته وکتل شي؛ نو باید دا مهال حکومت له طالبانو ټولې هغه سیمې چې ترې نیولې يې دي، بیا تر خپل کنترول لاندې راوستې وای، خو طالبان چې غربي رسنۍ يې په ليکو کې د اختلاف تبلیغات هم کوي، لا هم د متحد خوځښت په شکل پر بهرنیو او افغان پوځونو بریدونو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې میشتو بهرنيو پوځونو او خپله افغان ځواکونو باید د بهرنيو مليونونو ډالرو مرستو په توسط له طالبانو ډیرې سیمې بیرته نیولې وای، خو دا چې د حکومت په داخل کې د اداري فساد کچه ورځ په ورځ لوړیږي، د دې لامل شوې چې ياد پوځونه د پرمختګ پر ځای شاتګ وکړي، په نظامي ډګر کې د يادو پوځونو له ناکامي ثابتيږي چې افغان دفاع وزارت او هغه لوړ پوړي چارواکي، چې له بهره ورته د پوځي موخو لپاره ملیونونه ډالر سپارل کیږي، ټول شخصي بانکي اکاونټونو ته لیږي.

د هيواد د۷۰ سلنې خاورې له لاسه ورکولو ته خپله دفاع وزارت زمینه برابروي، داسې چې په لرو پرتو ولسواليو کې جنګیدونکو پولییسو ته په میاشتو میاشتو خوراک او معاشات نه ور کول کیږي، هغوی اړ دي چې یا تسلیم او یا له جګړې تیښته وکړي او ولسوالۍ يا نظامي مرکزونه طالبانو ته پریږدي.

د حکومت ۱۱ لوړپوړو چارواکو له استعفاګانو هم ښکاري چې نور دفاع وزارت ځان نه شي ساتلی، ورځ په ورځ يې د جګړې په ډګر کې ناکامۍ زياتږي، چې له امله يې حکومتي چارواکي يو په بل پسې استعفا وړاندې کوي. ګورو به چې د دې مخ په ځوړ پوځي وضعيت له امله به اشرف غني استعفا کوي او که له هیواده به تښتي.

که څه هم په کابل کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې ویلي و، چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکو دوو کلونو کې ۸۰ سلنه خاوره په خپل کنټرول کې راولي، خو دا دی له بمبارونو سره سره یې نوره خاوره هم له لاسه ورکړه.

د طالبانو لخوا په ۷۰ سلنه خاوره کنترول په لومړي ځل په کابل کې د امریکایي پوځونو قوماندان سکاټ میلر ومنله، نوموړي د طالبانو د دې برلاسي په سبب اعتراف وکړ چې د افغانسان مسئله پوځي حل نه لري او باید سیاسي حل لاره ورته ولټول شي.

لوی ټکي: افغانستانسيګارطالبانميلرنيکولسن
مخکینې مطلب

سیسي او نتنیاهو د محمد بن سلمان لپاره امریکا ته سفارش وکړ

بل مطلب

مسکو د افغان سولې خبرو کې غني او واشنګټن بای پاس کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com