(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۳)
راپورونه وایي چې د سوریې د دیر الزور ښار اړوند د “هیجن“ په نامه سیمه کې د نړیوال ائتلاف الوتکو پر ولسي میشت ځایونو بریدونه کړي او ګڼ شمیر کسان یې وژلي.
د سوریې د بشري حقونو د سازمان مشر رامي عبدالرحمن ویلي ، په دې بمبارۍ کې په لوی لاس ولسي خلک په نښه شوي چې د ده په وینا دا یو قصدي عمل وو.
نوموړی وایي په دې برید کې د پنځو ماشومانو او ۵ میرمنو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
د صحي چارو مسؤلینو رسنیو ته ویلي، چې د ګڼ شمیر ټپیانو روغتیایي حال د اندیښنې وړ دی.
له بل پلوه د یاد هیواد په ادلب ښار کې له اوربند څخه سرغړونې شوې چې په کې د سوریې د رژيم ۴ تنه پوځیان وژل شوي او یوشمېرنور ژوبل شوي دي.
دواړه لوري پر یو او بل د اوربند د نه مراعاتولو پړه ور اچوي.
















