(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۶)
چارواکي وايي، تيره شپه د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې طالبانو په دفاعي پوستو بريدونه کړي چې عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې ځينې سيمې هم نيولي دي.
د جاغوري ولسوال ظفر شريف وايي، طالبانو په “حوتقول” او “داوود” سيمو باندې حمله کړې چې په حوتقول کې يې مخه نيول شوې خو د داوود په نوم زياته سيمه يې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
د شريف په وينا، په دغه نښتو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د شمير په اړه يې څه ونه ويل زياتوي چې لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده.
طالبانو په ياده سيمه کې د بريد مسؤليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د جاغوري اړوند په انګوري سيمه کې د بريدونو په پايله کې (نهه) پوستې طالبانو نيولي، د جګړې په ترڅ کې (پنځه ويشت) عسکر وژل شوي، ګڼ شمير نور ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، له يادو پوستو څخه د يو رينجر، يو فلډر موټر تر څنګ په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د فارياب د پشتونکوټ ولسوالۍ په بند سرحوض او باغ نبي سيمو کې طالبانو درې لويې قرارګاوې او لس امنيتي پوستې نيولي چې ګڼ شمير عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















