اکرم خپلواک د سولې عالي شورا له دارلانشا څخه استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۶)
نن چهارشنبه د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ولسشمر سلاکار اکرم خپلواک له دندې استفاع وکړه.
اکرم خپلواک په هغه استفعا ليک کې چې په ټولنيزو رسنيو کې نشر شوی ليکلي: (چې له نن وروسته له خپلو ورسپارل شويو دندو څخه رسمي استعفا کوي مګر د نظام او ولسشمر غني ملاتړ به کوي).
اکرم خپلواک چې په سياسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار هم و چې د ۲۰۱۷ميلادي کال په اپريل مياشت کې په ياده دنده ټاکل شوی و.
نوموړي په خپله استعفا ليک کې، دا نه دي ويلي چې د څه لامله استعفا کوي خو د ولسشمريزو ټاکنو په رالنډېدو سره د ګډ حکومت ځينو چارواکو، وزيرانو او سفيرانو استفعاګانې ورکړي چې لامل يې د ګډ حکومت سره د نظر اختلاف او په ټاکنو کې ګډون ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په مسکو کې د سولې په تړاو غونډه جوړه شوي چې حکومت پکې د نه ګډون پريکړه کړې خو د سولې عالي شورا وايي چې د دوی يو پلاوی به پکې برخه واخلي.



