طالبان: د غزني په جاغوري کې یواځې د دولت پلوه کسانو لټه کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)
طالبانو د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ پر میشتو شیعه ولسونو ژغ کړی چې په دې ولسوالۍ کې یې پیل شوي عملیات هیڅ قومي بڼه نه لري، او د دغې ولسوالۍ خلک دې له کومې ویرې پرته خپلې عادي چارې مخته وړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،نه یواځې په جاغوري بلکې د هیواد په ټولو هغو سیمو کې د عملیاتو پلان لري چې د حکومت تر بشپړ واک لاندې وي، او له خلکو یې غوښتي چې په دې برخه کې د حکومتي چارواکو او رسنیو پروپاګند او تبلیغاتو ته هیڅ توجه ونه کړي.
طالبانو دغه راز له خلکو غوښتي چې د عملیاتو پر مهال دې په خپلو کورونو کې و اوسي او کله چې وضعیت نورمال شو،دوی به د عادي چارو د پیل اجازه ورکړي.
باید وویل شي چې طالبانو نن د دغې ولسوالۍ پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې او له خلکو یې وغوښتل چې د متقابل غبرګون پرځای باید د خبرو له لارې ورسره ستونزه حل کړي.
د ورځې په پای کې له مهماتو بار دوه چورلکې دغې ولسوالۍ ته ورسیدې او د بمباریو سربیره یې کمانډویان هم د ځمکنۍ جګړې لپاره ورسول.
تازه معلومات دادي چې دولت پلوه ځواکونو پرمختګ نه دی کړی او لا هم جګړه روانه ده



