
ولسي جرګه: کابل ښار کې د خلکو تښتونې او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېسيون غړي په کابل کې د وروستيو هدفي وژنو او تښتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، د کابل ښار امنیتي وضعيت تر دې حده خراب شوی چې خلک د خپلو کورونو مخې ته په نښه کېږي او د نامعلومه وسله والو له لوري ويشتل کېږي.
که څه هم نوموړی وايي، د دغه وژنو او تښتونو د زياتيدو له کبله امنيتي او کشفي ادارې ناغيړي کوي خو د کابل يو شمير ښاريان وايي چې په ډيری ورته ډول پېښو کې د امنيتي ادارو کارکوونکي لاس لري.
د صالح په خبره، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې امنيتي ارګانونو سره د لا زياتو امکاناتو مرسته وشي.
وړمه ورځ په کابل ښار په مدني فعال او شنونکي خيرالله شينواري د نامعلومه وسله والو له لوري د جړې او وسله وال برید وشو چې نوموړی پکې ټپي شو او له هغې څو ورځې مخکې د کابل پوهنتون پر استاذ او شنونکي فیض ځلاند هم له ورته برید سره مخ شوی و چې له پيښې روغ وتلی و.
دغه راز شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ازادو سياليو لوبغاړی احمدولي هوتک هم خپل کور ته نږدې په يوه بريد کې ټپي شو.
تر اوسه د دغه بريدونو پړې چا په غاړه نه دي اخيستي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی شمس الدين وايي، په ښار کې ډيری پېښې د امنيتي پوستو تر څنګ او نسبتاً امن سيمو کې شوي- کېږي او په دغسې پېښو کې امنيتي ادارې ککړې بولي.
له بله پلوه د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ادعا کوي چې د ورته ډول حملو د مخنيوي په اړه اقدامات کړي او په وروستيو کې يې له دوه سوه زیات کسان نيولي چې په ډله کې يې انسان تښتوونکي، غله او قاتلين هم شامل دي.



