(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)
له بادغیس څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې د ملي اردو د ځواکونو یو لوی کاروان د طالبانو تر برید لاندې راغلی او ګڼو امنیتي سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د والي ویاند جمشید شهابي وایي، په پیښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په وینا یې چې مقابل لوری هم تلفات لري.
طالبانو هم د پیښې پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي، چې په دغه برید کې یې ۳۱ تنه امنیتی سرتیري وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي.
نوموړی دغه راز د ۷ پوځي موټرو د لمنځه وړلو او یوه هایلکس موټر په ګډون د ګڼو مهماتو د نیول کیدو ادعا هم کړې.
د سیمې خلک وایي، یاده قوه لا هم د طالبانو په کمین کې ګیر پاتې او دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.


















