ناټو وايي: افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی دی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ اداره وايي، په دغه هېواد کې يو امريکايي عسکر وژل شوی دی.
د غوڅ ملاتړ نن د شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د امریکايي پوځ يو عسکر وژل شوی خو د هغه د هويت او د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، تر هغې چې د ياد پوځي کورنۍ ته معلومات نه ورکړي شووي د پاليسۍ له مخې يې دفاع وزارت تر راتلونکو څلورويشتو ساعتونو رسنيو ته د هغه د هويت په اړه معلومات نه ورکوي.
په وروستيو کې د طالبانو د نفوذي کسانو له لوري پر بهرنيو ځواکونو داخلي بريدونه زيات شوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو امريکايي پوځ يې د خپلې پاليسۍ له مخې تلفات پټ ساتي.
شاوخوا یوه مياشت مخکې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ په يوه داخلي بريد کې يو امریکايي عسکر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
دغه راز د تيرې لړم مياشتې په دولسمه نيټه په کابل کې په يوه داخلي بريد کې د امريکا د يوه ښار ښاروال (برنټ ټيلور)چې افغانستان ته د پوځي دندې لپاره راغلی و ووژل شو.



