کابل: نن يوځل بيا د علي پور پلويانو او پوليسو تر منځ نښته پيل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۵)
تيره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د کابل په دشت برچي سيمه کې خپلسرس قومندان (علي پو- شمشېر) ونيو چې په غبرګون کې يې د هغه يو شمير پلويان د کابل لارو کوڅو ته راووتل او لاريونونه يې پيل کړل.
د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل تيره ورځ وويل، چې لاریون کوونکو پر پولیسو ډزې وکړې، شل پوليس ټپيان شول او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو، رينجرو او موټرو ته اورونه هم اچولي دي.
روشندل وويل، چې دغه لاريون د قانون خلاف روان دی او لاريوونکونکي ډار اچوونکي دي چې د عامه نظم د ګډوډولو سبب ګرځېدلي دي.
پروني لاريونونه د کابل په دشت برچي او دهمزنګ سيمو کې شوي و خو نن يو ځل بيا راپورونه ورکول شوي چې د کابل ميرويس میدان سيمه کې د پوليسو او علي پور پلويانو تر منځ د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
که څه هم قومندان علي پور په ميدان وردګو کې د محلي پوليسو مشري په غاړه لرله او د طالبانو خلاف جګړو کې يې د دولتي ځواکونو ملاتړ او مرسته کوله خو د کابل امنيه قومندان روشندل وايي چې نوموړي د غير مسووله وسله والو ډلګۍ لرلې نو ځکه د ملي امنيت ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
قومندان علي پور او وسله وال يې په سيمه کې په قتلونو، اختطافونو او د خلکو په زورونه هم تورن دي.
په کابل کې د هغه پلويان وايي، تر څو چې قومندان علي پور خوشې شوی نه وي تر هغې به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي.



