سي این این: د ټرمپ تګلاره ناکامه او طالبان تهاجمي حالت کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)
د سي اين اين امريکايي تلويزيون په یوه راپور کې ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ نوې پوځي تګلاره په افغانستان کې ناکامه شوې او طالبان په تهاجمي حالت کې دي.
راپور زياتوي، د نوې تګلارې سره نه يواځې دا چې طالبان کمزوري شوي نه دي بلکې د افغانستان وضعيت لا يوه کړکيچن حالت ته رسېدلی دی.
د سي اين اين په راپور کې راغلي، که څه هم طالبان د سيمو په ساتلو نه کې نا کاميابيږي خو د دې توان لري چې په لويو ښارونو بريدونه وکړي او سقوط يې کړي.
د سرچينې په وينا، د ټرمپ تګلارې د ناکامۍ ستر لاملونه دا دي چې د افغانستان جګړه اوولس کلنه شوه، لا هم افغان او بهرني ځواکونه تلفات ګالي خو په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو څرک نه ليدل کېږي.
سرچينې د افغان جګړې د يوه څېړونکي سکاټ ډېس ماريس له قوله د افغانستان وضعيت تر پخوا کړکيچن بللی او وايي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ديپلوماتيکې هلې ځلې مناسبې دي خو داسې ښکاري چې امريکا په دغه برخه کې لا هم ټول اړخونه نه دي ارزولي نو ښايي د سولې هڅې هم هغومره ژر بريا ته ونه رسېږي لکه څومره چې ورته تمه کيدلی شي.



