طالبانو دوه پوځي مرکزونه او ديارلس عسکر ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۸)

د فراه ولايت د فراه رود او شينډنډ ولسواليو تر منځ د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز طالبانو بريد کړی چې له کبله يې یاد پوځي مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د فراه امنیتي سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه په فراه رود ولسوالۍ کې پر یوه قرارګاه بريد کړی چې په پايله کې يې يو شمير عسکر وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور لادرکه دي.

د سرچينې په وينا، سيمې ته کومکي ځواکونه ليږل شوي خو هغوی هم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی، کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي د يو ساعته جګړې په پايله کې يې په سيمه کې د عسکرو قرارګاه په ټوليزه توګه ونيوله، پکې پنځه تنه عسکر ووژل شول او نهه تنه نور ژوندي ونيول شول زياتوي په ټوله جګړه کې يوازې ده تنه طالبان ټپيان شوي دي.

 د طالبانو خبرپاڼه زياتوي، د يادې پوځي قرارګاه، يو ټانګ او په زياته اندازه غټې او وړې وسلې- مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

دغه راز طالبانو په جلا خبرپاڼه کې ويلي، تيره شپه يې د هلمند د ګرشک او سنګين ولسوالۍ تر منځ د کوک غره په سيمه کې پر يوه پوسته بريد کړی چې د جګړې په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي، څلور نور  طالبانو ژوندي نيولي او د هغوی وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button