د ټوقانو حکومت!/ هېواد ریان

په نړۍ کې ډېر کمزوري هېوادونه شته؛ یعنې په هر لحاظ ډېر کمزوري دي. اقتصاد یې ضعیف، حکومتولي یې خرابه، اداري فساد، فقر، بې‌کاري، له گاونډیو هېوادونو سره ستونزې او ډېرو در بدریو کې راگېر دي؛ خو حالت یې له یو کال نه تر بل کاله ښه کېږي. که د یوه کال په تېرېدو ډېرې بریاوې خپلې نه کړي؛ نو شاتگ هم نه کوي او نسبي پرمختگ یې کړی وي.

له اوسني حکومت سره د نړۍ اقتصادي، پوځي او پرمختللي هېوادونه ملگري دي. هر کال له افغان حکومت سره میلیاردونه ډالر مرستې کوي؛ خو دلته مېشت چارواکي یوازې خپل جېبونه ډکوي او د مسوولیت په نامه څه نه پېژني. اداري فساد اوج کې دی، بې‌کاري اوج کې ده، د فقر له لاسه والدین خپل بچیان پلوري، درې میلیونه ځوانان په نشه‌يي توکو روږدي دي، د هر بست قیمت معلوم دی او هېڅ کار په حکومت کې بې له پیسو او واسطې نه کېږي.

د گډ حکومت دواړه مشران داسې جامې اغوندي، لکه دوی چې د چین، امریکا، برتانیې، فرانسې او یا کویټ مشران وي. په داسې حال کې چې نیمايي ملت یې په نیمه خېټه ویده کېږي. د یوه وخت ډوډۍ ته حیران دي، هر څه له نورې نړۍ اخلي، په پریمانه اوبو کې یې برېښنا هم وارداتي ده او هر کال میلیونه ډالر یوازې د برېښنا د لگښت پیسې ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته ورکوي. که د مرسته شویو پیسو شمېرې وگورې، نو په دومره پیسو داسې لس نور افغانستان هم جوړېدای شول. نه د پیسو درک معلوم شو او نه پرې یوه بنسټیزه پروژه پلې شوه.

حکومتي مشران یوازې ژمنې کوي، رسنۍ یې کرایه کړي، د ملت غږ په اسانه تر ارگ او سپېدار ماڼیو نه رسېږي او دواړه مشران داسې فکر کوي، چې ملت سخت خوشحاله دی او هېڅ ستونزه نه لري. اوس خو ټولپوښتنې او د چارواکو کړنې هم په ټولنیزو رسنیو کې تلي او د چارواکو ډېرې خوښونې او تبصرې د ښې حکومتولۍ او د ښو کارونو پایله ښودل کېږي. د مډالونو او نازولو بازار ښه گرم دی او نږدې هره ورځ یو چارواکي ته مډال ورکول کېږي، خو د کړیو کارونو پوښتنه او گروېږنه ترې نه کېږي.

حکومت په تېرو څلور نیمو کلونو کې په دې ونه توانېده، چې خپله کابینه بشپړه کړي. لوړپوړي چارواکي په فساد تورن کېږي، له دندې گوښه کېږي او حتا د پټو اسنادو په افشاء کولو تورنېږي؛ خو نه بیا چارواکی معلومېږي او نه د شته ملي خیانت پوښتنه ورنه کېږي. یعنې د چا چې څومره وسه کېږي هماغومره خیانت کوي او د ملت له وږې خېټې روزي شکوي او خپلې فابریکې پرې روانې ساتي.

اشرف غني خو په دې تمه دی چې بیا به واک ته ورسېږي. د سوال په پیسو یې خپل کمپاین پیل کړی. یوه طرحه ورسره ده او هر ولایت ته هماغه طرحه له ځان سره وړي. خلک ورته چکچکې ووهي او دی فکر وکړي، که نه یم خو همدغه زه یم. خلک رانه داسې خوشحاله دي او د چکچکو په بدرگه کې له خلکو مننه هم وکړي. خو په شته ټولو واقیعیتونو یې سترگې پټې کړي او آن خپلې دورې ته هم د ولسمشرۍ د ټاکنیزو مبارزو په شان گوري او یوازې ژمنې کوي، خو د عمل یې هېڅ څرک نه معلومېږي.

حکومت له جنگسالارانو سره مبارزه پیل کړه. په هر جنگسالار یې لس دولس عسکر ووژل او بیا ژوندي ــ گړندي خوشې کړل. نه یې کوم جنگسالار په دار وځړاوه او نه یې ورنه د کړیو جنایتونو پوښتنه وکړه، بلکې بښنه یې هم ورنه وغوښته. نظام الدین قیصاري، علي‌پور، نویدک، حکیم شجاعي او د نورو د له منځه وړلو ژمنې یې وکړې، خو اوس ټول ازادۍ ټنۍ گرځي او قانون، حکومت، عدالت او نظام ورته ټوکې ښکاري.

د ټوقانو د حکومت لږ وخت پاتې دی او ان شاء الله دلته داسې نظام را روان دی، چې بیا به دغه لنډه‌غر ټول په کولاب کې کلابند وي او په هر یوه به قانون پلی کېږي. که له دې نظام سره نړیواله مرسته وي او یا نه؛ خو جدیت او د قانون پلي کول به پکې حتماً وي. ځکه دغه خلک ازمایل شوي او اوس یې هم سیمې په قانون پلي کولو کې بې‌ساري دي. طالبان به ډېر ژر راځي او د ملت د خپلو ټولو هیلو سترگې یوازې طالبانو ته اوړي؛ گنې همدا دېگ او همدا شلغم سره ښه برابر شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button