اسماعیل خان: حکومت لا هم د سولې له جریاناتو بې خبره دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۸)

د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی چارواکی اسماعیل خان وایي، حکومت لا هم له طالبانو سره د پیل شویو مذاکراتو له اجنډا او په دې برخه کې له پرمختګونو بې خبره دی.
نوموړی وایي ، د امریکا او طالبانو تر منځ له خپل منځي خبرو نه افغان دولت او نه هم د افغانستان سیاسي قشر په دې اړه بشپړ مالومات لري.
اسماعیل خان ویلي، حکومت د خپل ناقص ټیم په مټ نه شي کولی دا لویه پروسه د ځان په ګټه تمامه کړي او زیاتوي چې اوس د دوی ټیم په خپله لاس په کار شوي او د مذاکراتو لپاره یې د ځینو مهمو شخصیتونو نومونه لیکلي، خو تراوسه یې هغوی په رسمي توګه معرفي کړي نه دي.
بلخوا بیا د حزب اسلامي استازی هم ټینګار کوي چې دوی له طالبانو سره په اړیکه کې دي او هغوی په حکومت کې ګډون ته لیواله شوي دي.
د دغه ګوند استازی همایون جریر طلوع نیوز ته ویلي، طالبان اوسمهال پر یوه اوربند او لنډمهاله حکومت خبرې کوي.
خو طالبانو له وړاندې د مؤقت حکومت او اوربند خبرې رد کړې او د جګړې له اصلي لوري “ امریکا“ سره یې پر یوه سالم جوړجاړي ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button