ټاکنو کمېسیون: بهرنیان د ټاکنو لپاره بودیجه نه راکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۸)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایی، بهرنیانو ورته د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د بودیجې له ورکړې انکار کړی دی.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وایي، لا معلومه نه ده چې بهرنیان د کومې موخې لپاره دې ته نه دی اماده چې له دوی سره په دې برخه کې مرستې وکړي.
په تیر کې د بهرنیو بسپنه ورکونکو هیوادونو مرستې په دې موخه وې چې د دوی د خوښې وړ نوماند باید واک ته ورسول شي، خو د تازه ځنډ په هکله لا مالومات نه دي رسنیز شوي.

ځینې شنونکي وایي،په ټاکنو کمیسیون کې پراخ فساد او پر یاد کمیسیون د نړیوالو بې باوري د دې لامل شوې چې پر هغوی بهرنۍ مرستې بندې شي.

د ټاکنو کمیسیون داسې مهال د بودیجې د نشتون له امله شکایت کوي، چې تازه یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې لړۍ پیل کړې ده.
بل خوا بیا د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون وایي، چې له ۳۳ ولایاتو ورته ۲ زره شکایتونه ثبت شوي  چې څیړل به یې پر ابتدایي نتایجو اغیز وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button