(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کرام په ګډون پنځه تنه چارواکي پر ښځینه لوبغاړو د جنسي تیري په تور له هیواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، په دغه لیست کې هغه کسان شامل دي چې په یو نه، یو ډول جنسي ځورونه کې ښکیل بلل شوي وو.
په دغه اعلان شوي لیست کې د فوټبال فدراسیون رئیس کرامالدین کرام، سکتر جنرال سیدعلي رضا آقازاده ،د امنیت مسؤل نادر عالمي او د رستم په نامه یو تن کارمند شامل دي.
میاشت وړاندې د فوټبال نړیوالې ادارې “فیفا“ داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې پر افغان فوټبالرو نجونو د فدراسیون د مشر او کارمندانو له خوا ناوړه جنسي تیري شوي، د دې په تعقیب د ښځینه فوټبال پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ وویل، داسې اسناد او شواهد ورسره شته چې د فدراسیون چارواکو نجونې او ښایسته هلکان په جنسي ډول ځورولي دي.
لویې څارنوالۍ د دې قضیې څیړنه پیل کړې او د فدراسیون د چارواکو دندې یې ځنډولې دي


















