مصر: په چاودنه کې څوارلس بهرنيو سيلانيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)

د مصر په پلازمينه قاهره کې پر بهرنيو سيلانيانو چاودنه شوې چې له کبله يې څوارلس کسانو ته مر ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه د جمعې په ماښام د قاهرې په لويديځ ارهراماتو سيمه کې رامنځته شوې ده.

د مصر د کورنيو چارو وزارت پرون ماښام په يوه اعلاميه کې وويل، چاودنه د ويتنامي سيلانيانو د بس پر موټر شوې چې په ترڅ کې يې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او یو تن په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

چارواکي وايي، د پيښې ځای ته سمدستي امنیتي ځواکونه او روغتيايي ډله رسېدلې او قربانيان يې د درملنې په موخه روغتون ته وړي دي.

د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي، دغه چاودنه د سړک د غاړې ديوال سره نږدې د بارودو د ځای پرځای کېدو له کبله شوې ده.

تر اوسه د يادې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې هم په مصر کې پر سيلانيانو او قبطي مسيحيانو چاودنې او بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوپله اوښتې ده خو  د ډيری بريدونو مسئوليت چا نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button