بدخشان امنيتي مسوولين: طالبانو نهه تنه بندي پوليس خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)

د بدخشان امنيتي مسوولين وايي، طالبانو هغه نهه تنه پوليس خوشې کړي چې څو ورځې مخکې يې د نفوذي کسانو په مرسته نيولي و.

طالبانو د روان کال د دسمبر مياشتې په لسمه نيټه د يوې خبرپاڼه په خپرولو سره ويلي و چې د بدخشان مرکز فیض اباد اړوند په تپه تلويزيون سیمه کې د لسم ماموريت د چاپې پر مهال لس تنه پوليس ژوندي ونيول او د هغوی يوويشت ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم لاسته ورغلل.

طالبانو هغه مهال ويلي و چې دا بريد يې په پوليسو کې د يوه نفوذي عسکر په مرسته ترسره کړی و.

تازه د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بدخشي وايي، د يادې پېښې نهه يا لس تنه پوليس چې طالبانو له ځان سره بنديان کړي و د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشې کړي دي.

د بدخشي په وينا، بندي پوليس د طالبانو له خوا تر خوشې کېدو وروسته ارغنج خواه ولسوالۍ ته رسېدلې دي.

دا مهال د بدخشان ولايت یمګان، وردوج او دره خشکک ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او د پاتې نورو ولسواليو پر زياتو سيمو هم طالب وسله وال واکمن دي.

تر اوسه طالبانو د یادو پوليسو د خوشې کېدو په اړه څه نه دی ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په جګړو کې نيول شوي پوليس بنديان خوشې کوي بلکې تر دې مخکې يې هم د ځانګړو ورځو په مناسبت او اخترونو کې سلګونه بندي پوليس د ښه نيت له کبله په دې ضمانتونو او شرط خوشې کړي چې بيا به حکومتي ليکو کې دندې نه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button