(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)
وتلې امریکا رسنۍ “فاکس نیوز“ په یوه مقاله کې پر امریکایي حکومت غږ کړی، هر څومره ژر چې کیدای شي، له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.
د مقالې لیکوال ویلي، امریکا له ټول ځواک کارولو سره چې په ویتنام کې یې وکارولو، دغه جګړه ونه ګټله او شرموونکې ماتې یې وخوړه ؛ په داسې حال کې چې تر ۵ سوه زره ډیر امریکایي پوځیان دغه هیواد ته استول شوي وو.
د لیکوال په باور، د افغان جګړې لپاره اړتیا ده چې امریکا ورته خپل ۶۶۰ زره سرتیري واستوي، چې بیا یې هم ګټل د امکان تر حده دي.
د مقالې لیکوال چارلس پینا وایي، امریکا په افغانستان کې خپل دوه مهم هدفونه چې د اسامه بن لادن وژل او د طالبانو د حکومت نسکورول وو، پخوا تر لاسه کړي او نوره اړتیا نه شته چې امریکایي پوځیان په هغه پردۍ جګړه کې چې “نه یې ګټلی او نه یې زغملی شي“، ځان ښکیل کړي.
فاکس نیوز ویلي، امریکایانو په افغانستان کې تر یو ټریلیون زیاتې پیسې مصرف کړې چې لا یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
لیکوال وایي، القاعده او داعش اوس امریکا ته نیغ په نیغه ګواښ نه شي جوړولی او د دې ترڅنګ اووه پنځوس سلنه امریکایان له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو ملاتړ کوي ؛ نو د دې وخت را رسیدلی چې امریکا نور د دغه هیواد له جګړې سره مخه ښه وکړي.


















