خالد روان
افغان چارواکي سولې پسې لالهانده گرځي؛ خو په دغه برخه کې هېڅ گټه په لاس نه ورځي. دوی د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي، د سولې غوښتنه کوي او غواړي د سیمهییزو، گاونډیانو او نړۍ ملاتړ راخپل کړي؛ خو دلته لا جگړه زور اخلي او خبره سرچپه روانه ده. دوی په تېرو اوولس کلونو کې پوه نه شول، چې د سولې اصلي کیلي چېرته ده او د دوی مخالف خلک څه غواړي.؟ دوی تراوسه پوه نه شول، چې د طالبانو جګړه په څه ده او طالبان څه غواړي؟
افغان حکومت د سولې هلې ځلې نمایشي ترسره کوي او ځان د ملت له خبرو ژغوري. بیا «اوولس کلنې» لاسته راوړنې یادوي؛ خو دا نه وايي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې امریکا او ناټو پر افغان ملت گلان پاشل، روغتونونه یې جوړول، پوهنتونونه یې جوړول، زندانونه یې ورانول او خلک یې له سخت حالت څخه رایستل او کهنه، ناټو او امریکا افغان ملت ته داسې څه ورکړي، چې اوس باید وساتل شي او ضایع نه شي.؟ امریکا، ناټو او افغان حکومت خو په تېرو اوولس کلونو کې د ملت بېخ وویست. بمبار، زندانونه، چاپې او په وحشت کې یې نوي تاریخونه جوړ کړل. دوی خو ملت د پولۍ ټق ته کېناوه او خپله یې ځانونه میلیاردران کړل.
افغان حکومت په یوه لاس کې دوه هندواڼې نیولي. د سولې سره هممهاله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو د نظامي مرستو غوښتنه هم کوي او د سولې د خبرو د مشرۍ غوښتنه هم کوي. په داسې حال کې نه سوله راځي او نه ملت د ښې ورځې څښتن کېدای شي، بلکې د امریکا په مرستو به جگړه روانه وي او د افغان حکومت لستوڼی به ښه غوړ وي. هغه حکومت چې له الله جل جلاله ډېره تکیه په امریکا کوي او د امریکا مرستې ورته له هڅه غوره دي، نو دوی به کله سوله وغواړي.؟
طالبان د سولې اړوند خپل لید لوری لري. د بهرني اشغال پای، د اسلامي شرعي نظام قایمول او یو افغان شموله حکومت. داسې حکومت چې هر څوک پکې خپل ځان وگوري او خپل حکومت یې وبولي. داسې نه چې ټول چارواکي یې را وارد شوي وي او «افغانستان» ته یوازې د گټې په سترگه گوري. نه له ملت سره خواخوږي لري او نه ملت ورته په رښتیا ملت معلومېږي.
امریکا او افغان حکومت باید د طالبانو غوښتنې ومني او د سولې خبرې باید له امریکا سره وشي، نه له افغان حکومت سره؛ ځکه حکومت خو یوازې امر پر ځای کوي او امریکايي جگړه پر مخ بیايي. که همدا نن امریکا خپلې مرستې ودرولې؛ نو سبا ته به په کابل کې نه ولسمشر وگورې، نه اجراییه مشر، نه وزیر او نه کوم بل لوړ پوړی چارواکی، بلکې ټول به خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي.
سوله په لوی قیمت او لویه قرباني ارزي. په دغه قربانۍ کې باید ځاني غوښتنې ځای ونه لري او نه د څو تنو په خوښه دغه ملي بهیر وځنډول شي. حکومت دې امریکا ته په زغرده ووايي، چې ستاسې له اوولس کلنو مرستو مننه او نور په هغه لاره ولاړ شئ، په کومه لاره چې راغلي وئ. ځکه ستاسې د موجودیت له امله زموږ زرگونه ځوانان مړه شوي، هره ورځ یوه نوې بدمرغي راځي او له خیر مو شر ډېر دی؛ نو په داسې حالت کې تاسې ولاړ شئ او موږ طالبان سره پرېږدئ.
حکومت په لوی لاس د سولې کیلي ورکه کړې ده. دوی سوله له پاکستان، ایران او اماراتو غواړي؛ خو په څنگ کې له مېشتو امریکایانو نه غواړي، چې جگړه ستاسې له امله ده او طالبان ستاسې ورکېدل غواړي. افغان سوله یوازې د امریکا او طالبانو په لاسونو کې ده او که امریکایان ولاړل؛ نو په ټول هېواد کې د سرتاسري سولې ضمانت زه درکوم.


















