مشرانو جرګه: د ګډوځواکونو له خوا دې د ملکیانو قصدي وژنه بنده شي

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون رئيس محمد حنیف حنفي بیا وویل؛ په زرمت کې د عملیاتو پرمهال یو ملکي کس په ټپي حالت کې ځان د مور غېږي ته رارسولی و؛ کور ته ور دننه شول، د مور له غېږې یې راپورته کړ او هملته یې وواژه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۷)

د مشرانو جرګې غړو د وروستیو بمباریو او شپنیو چاپو په تړاو توند غبرګون ښوودلی او له دولت یې وغوښتل چې نور ورته دا ډول وحشیانه بریدونه د منلو وړ نه دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو جرګه ګۍ وايي، په زرمت ولسوالۍ کې د “ کمپاین“ په نامه ځواکونو په دوو عملیاتو کې اتلس (۱۸)ولسي وګړي وژلي دي.

سناتوران وایي، که دا چاپې همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې ولسونه د حکومت پر وړاندې ملي پاڅون ته ملاوتړي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي، په شپنیو چاپو کې غوڅ اکثریت زیان عام وګړي په ځانګړی توګه ښځې او ماشومان ګالي چې په وینا یې د افغانستان دغه بې اسرې خلک به د دولت له ظلمونه چیرته ولاړ شي.
د مشرانو جرګې یو بل غړی سناتور زلمی زابلی بیا وایي، دا عملیات یا قصدي بڼه لري او یا هم په پټو سترګو ترسره کیږي، چې په دې هکله د ولسمشر او ټولو ارګانونو دنده ده،څو یې په هکله څیړنه وکړي او د راتلونکي لپاره یې د مخنیوي لارې چارې وسنجوي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون رئيس محمد حنیف حنفي بیا وویل؛ په زرمت کې د عملیاتو پرمهال یو ملکي کس په ټپي حالت کې ځان د مور غېږي ته رارسولی و؛ کور ته ور دننه شول، د مور له غېږې یې راپورته کړ او هملته یې وواژه.
نوموړی وایي، د دې وژنې عامل نعمت تڼیوال دی، چې باید عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار هم د زرمت غمیزه یو ناورین وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل؛ څو د هغو جنګسالارنو مخه ونیسي، چې د امنیتي ځواکونو له آدرسه په عملیاتو کې عام او ولسي وګړي وژني.
نوموړي د قوماندان نعیم چې یو قومي مشر وو او د هغه د کورنۍ، وژل کیدل وغندل او د دې پړه یې د کمپاین ځواکونو پر قوماندان نعمت تڼیوال ور واچوله، چې باید د دې ټول وژنې پوښتنه ترې وشي.

باید وویل شي چې تیره اونۍ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر قوماندان نعیم پر کور چاپه ووهل شوه، چې په کې د نوموړي په ګډون ۸ تنه ولسي کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شول،دغه راز یې نوموړي ته ګڼ مالي زیان هم ور واړاوو.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ګډوځواکونو ۶ تنه ښځې او ۷ ځای پرځای شهیدان او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
افغان ولسمشر د خپلې واکمني له پیله تر اوسه پر ملکي مرګ ژوبلې د خواشینۍ ښوودلو جسارت نه دی کړی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button