(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۷)
طالبانو د بدخشان ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې په يوه معدن کې د لسګونو کسانو د مړه کېدو پر پېښه خواشينې ښودلې ده.
د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، په ياده پېښه کې ۳۱ تنه غريب او بې چاره هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپيان شوي دي زياتوي: “اسلامي امارت په دغه پېښه د زړه له کومې خواشينې څرګندوني”.
طالبان وايي، په ياده دردوونکې پېښه کې د مړو شويو او ټپيانو کورنيو سره يې په غم کې ځان شريک بولي او هغی ته يې تسليت ويلی.
په دغه پيغام کې د (اسلامي امارت) له خوا په خپلو ټولو طالبانو غږ شوی ترڅو ټول امکانات په کار واچوي، د پېښې د قربانيانو د جسدونو په را ايستلو او کورنيو ته په سپارلو کې يې همکاري وکړي.
پرون د کوهستان ولسوال محمد رستم راغي وويل، چې د کان د ښويېدو له امله دېرش تنه تر شګو او جغل لاندې شوي چې د یو شمير کسانو جسدونه را ايستل شوي او ځينې نور لا هم بند پاتې دي، اووه تنه ټپيان شوي دي.
په ياده سيمه کې زرګونه کسان د زرو ټوټو پسې په داسې حال کې لټون کوي چې لومړی د سکواټر په واسطه د سيند د غړو جغل تر شلو يا دېرش مترو پورې ښکته ژوروي او په دغه ژور ځای کې د شګو د منځلو په ذريعه د طلا ټوټې پيدا کوي.


















