راپورتاژ: الماس خدرخېل
د امریکا او نورو متحدو هېوادونو پوځيانو په افغانستان کې په بې شماره توګه جنګي جرمونه ترسره کړي او لا هم د هغوی له لوري د ملکيانو تر وژل کېدو نيولې د هر ډول شکنجو او ظلمونو راپورونه ورکول کېږي.
تازه د اوپېډ نيوز په نوم يوې امریکايي رسنۍ ليکلي، په وروستيو کې ډونالډ ټرمپ ويلي چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي زياتوي که امريکايان له دغه هېواده ووځي نو سي آی ای او د يادې ادارې روزل شوي کسان به لا هم په افغانستان کې خپل فعاليت جاري ساتي.
سرچينه ليکي، امریکايي پوځيانو په افغانستان ګڼ جنګي جرمونه ترسره کړي او د دوی په پاتې کېدو سره د دغه جنايتونو او جرمونو کچه به نوره هم لوړه شي.
په مطلب کې راغلي، د سي آی ای او امریکايي ځواکونو ظلمونو، شکنجو او وژنو خلک په لوی لاس دې ته اړ کړل چې طالبانو سره يوځای او د بهرنيو پر وړاندې مقاومت پيل کړي.
په مقاله کې د جرمونو د نړيوالې محکمې د مشرې فاتو بنسوادا له خولې ليکل شوي، په درې مياشتو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنايتونو په اړه (یو اعشاريه درې ميليونه) شکايتونه ورته رسېدلي دي.
بنسوادا وايي، څومره چې د امريکا او سي آی ای په ملاتړ او د هغوی د روزونکو فعالیت زياتيږي په هماغه کچه ورسره جنګي جنايتونه او شکايتونه هم ډيرېږي.
دغه راز د تروت اوت نشرې په تازه مطلب کې امریکا ته د “یرغلګر” خطاب کړی زياتوي ټرمپ اراده لري چې افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي خو د سي آی ای او د هغوی روزل شوي کسان به خپل فعاليت روان ساتي.
تروت اوت نشريې، د امریکايي ځواکونو له لوري په عملياتو کې د ملکيانو وژل کېدو ته په اشاره ويلي چې په تيرو څو کلونو کې د سي آی ای عملياتو کې تر ډيره ملکي خلک په نښه شوي زياتوي د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې د يادو پېښو د څېړنو او محکمو غوښتنې کړي خو د امریکا له خوا يې مخنيوی شوی دی.
د سرچينې په وينا، د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی و “که د جنګي جرمونو محکمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کړنو (ملکي خلکو د وژل کېدو، ظلمونو، شکنجو) څېړل غواړي نو دوی به يې وترټي.
نشريې وړانديز کړی چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان او سوريې څخه ووځي څو جګړه ختمه او امريکا دې په يادو هېوادونو کې د ویجاړۍ تاوانونه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د بهرنيو او افغان ځواکونو (صفریک، صفردو، صفر سې، کمپاين ځواکونو) شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې د کمپاين په نوم ځواکونه چې په خوست، پکتيا او پکتيا، دغه راز د جلال اباد هوايي ډګر ځانګړي ځواکونه په لغمان، ننګرهار، کنړ او ځينو نورو ولايتونو کې عمليات کوي چې د امريکا د سي آی ای له خوا روزل شوي او ټول عمليات د هغوی په امر له حکومت سره بغير له همغږۍ ترسره کوي چې هيڅ ډول جنګي قوانين نه مراعتوي.
دغه راز د صفریک، صفر دو، صفر درې ځانګړې قطعې هم د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې عمليات کوي چې تر ډيره يې هدف ملکي میشت ځآيونه دي او تر ډيره يې په عملياتو کې د عامو خلکو کورونه، باغونه، مدرسې، جوماتونه او کلينيکونه هدف ګرځي.
نه يوازې په جنګي جرمونو او جنايتونو يې د جرمونو نړیواله محکمه چوپه خوله ده او د امريکا له ډاره غږ نه شي کولی بلکې د ملي يووالي حکومت چارواکي هم د ګډو ځواکونو (سي آی ای) روزل شويو عملياتو کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو تر دې دمه هيڅ غږ نه دی کړی.


















