لغمان: ترافیکي پیښه کې ۶ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸)

د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، نن سهار د کابل -جلال آباد پر لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د خیروخیلو په نامه سیمه کې په یوه ترافیکي پیښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سرچینې وایي، پیښه د دوو کوچنیو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې لس کسان مړه او ژوبل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، پیښه کې شپږ تنه چې ۳ تنه یې ماشومان وو، مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه ولایت چارواکو رسنیو ته د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button