(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸)
د مسکو په ناسته کې د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو تر منځ د ګډ پریکړه لیک په خپریدو حکومت، ولسي جرګې او د سولې شورا سخت غبرګونونه ښودلی او د بهرنیانو پوځي شتون یې مهمه اړتیابللې .
حکومت ویلي دا یوه علمي غونډه وه او اعلامیه یې اجرایوي صلاحیت نه لري او دوی ته د منلو وړ نه ده.
بلخوا بیا د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون رییس نثار احمد غوریاني وایي تر اوسه په افغانستان کې شرایط دې ته نه دي برابر چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالوېش وټاکل شي.
نوموړی زیاتوي که څه هم افغان امنیتي ځواکونه اوس څه وړتیاوې لري، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او مرستو ته اړتیا شته.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا ویلي، د بهرنیانو د بشپړ وتلو پر موضوع ټینګار د سولې پروسه ګواښي ، ځکه افغانستان بهرنیو قوتونو ته سخته اړتیا لري.
په اعلامیه کې ویل شوي “په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور د یوه ضرورت پر اساس دي او د هغوی وتل هم د سولې په ډګر کې له پرمختګونو سره تړلي چې د دولت او طالبانو ترمنځ ترسره شي“


















