(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل، هدف مو د نظامي خروج مسئله نه ده، بلکې غواړو افغانستان د دائمي ثبات څښتن شي.
هغه زیاته کړه مونږ هیله لرو چې د افغانستان د جمهوري ریاست تر راتلونکو ټاکنو پورې به له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږو.
خلیلزاد د ملابرادر خوشې کیدل خپله لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، برادر د ده په غوښتنه خوشی شوی او هغه د سولې او روغې جوړې طرفداره څیره ده.
امریکایي استازي وویل، طالبان لا هم چمتو نه دي چې د امریکا په نظامي حضور کې له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه د ده په وینا چې طالبان دغه حکومت ته د یوې بې واکه ادارې په سترګه ګوري.
خلیلزاد ټینګار وکړ، کله چې له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ نه جوړیدو اطمینان ورکړل شو او یوه پایداره سوله رامنځته شوه؛ امریکایي پوځیان به همغه ورځ له افغانستان څخه راووځي


















