ايران: پر سپاه پاسداران ځواک سرتيري برید کې ۲۷ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۵)
د ايران په سيستان بلوچستان ایالت کې د سپاه پاسداران پر سرحدي ځواک سرتيري بريد کې ۲۷ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دغه بريد پرون د فبرورۍ پر ديارلسمه ناوخته شوی.
د سپاه پاسداران د قدس څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، سرتيري موټربم بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د سپاه پاسداران د پلي ځواک له بس موټرسره ټک او چاودنه ورکړې چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
اعلاميه کې راغي، چې دغه بريد تکفيري ترهګرې ډلې کړې.
تسنيم خبري اژانس د سرحدي ځواک د ۲۷ عسکرو د وژل کېدو او شل نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د بريد مسؤليت د جيش العدل په نوم وسله والې ډلې منلی او په ټيګرام کې يې د يوې خبرپاڼه په خپرولو سره ويلي په دغه برید کې په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.



