لیکنه: محمد نعیم نسیم مل
اول به راشو ولسمشر ښاغلي اشرف غني افغان ته، د ده د افغانیت یو څو بېلګې به وګورو چې دی افغان پرې ثابتېږي که نه؟ دی د افغانانو اتل پاته کېږي که غدار؟ د افغانانو قاتل پاته کېږي که ساتونکی؟
۱_ ښاغلي اشرف غني د سولې په نوم پۀ کثرت سره رایه یووړه خو سوله یې لا نه ده راوستې او اوس د سولې پر مخ کې لوی خنډ همدی دی خو بیا هم ښاغلی اشرف غني افغان دی.
۲_ ښاغلي اشرف غني د اقتدار په لومړي سر کې د افغانستان او د افغان ولس پر سر د ستراتيژيک تړون په نوم د افغانانو له ستر قاتل (امریکا او ناټو) سره په ډېره ارزانه بیه یوه ستره د جنایت سودا او تجارت تر سره کړ خو بیا هم ښاغلی اشرف غني افغان دی!
۳_ ښاغلی اشرف غني اسلامي ارزښتونو ته ژمنه نه لري ځکه که یې درلودلای نو په ارګ کې دننه د کلیسا جوړولو ته کومه اړتيا وه؟ د ښاغلي ولسمشر کورودانه له اصله یهودۍ ده د ښاغلي ولسمشر مشر زوی او لور هم په اسلام نه دي مشرف، که مشرف دي په دې څلور کاله شاوخوا د غني د اقتدار په دوره کې دوی وپېژندل شول خو چا یې د اسلامیت یوه بېلګه وړاندې نکړه چې ګواکې د ولسمشر اولاد دې مسلمان وي، ولسمشر اسلامي ارزښتونو ته ځکه ژمن نه بولم چې کله په هند کې له مودي سره د هندوانو بت خانې یا د هندوانو عبادت خانې ته ولاړ سجده یې وکړه او بوټان یې په پښو نه وو، لوڅې پښې وو خو په افغانستان کې دننه ډېر ځله په مسجد کې له بوټو سره لیدل شوی، د خپل هېواد د ولس چې په امریکایي بمبار کې لسګونه تنه ووژل شي، ښاغلی پرې خبر هم نه وي او چې پرې خبر شي یوه خبره یې هم د خپل مظلوم ولس په دفاع کې له خولې نه وزي خو چې په امریکا یا اروپا کې مرګ ژوبله وشي سمدستي پرې د خفګان اوښکې توی کړي حتا چې د افغانانو او مسلمانانو په ستر قاتل ډبلیو بوش یې هم سخت وژړل خو بیا هم اشرف غني افغان دی.
۴_ د افغانستان په تاريخ کې د ډیورنډ پر سر نه د افغانستان اتلانو او نه د افغانستان بوتلانو واکمنانو له پنجاب سره سودا کړې وه او نه یې څوک ثابتولی شي خو ښاغلي اشرف غني مکمل ډیورنډ کرښه، د تورخم دروازه، د برمل دروازه او د بولدک د وېش دروازه په پنجابیانو خرڅ کړل او ددې هر څه ثبوتونه هم پراته دي خو بیا هم ښاغلی اشرف غني افغان دی.
دوهم به راشو طالب ته او وبه ګورو چې طالب افغان پاته کېږي که پنجابی؟ اتل پاته کېږي که غدار؟ د افغان ساتونکی پاته کېږي که د افغان قاتل؟
۱_ طالب اوسنی طالب نه دی چې د یو یرغلګر پر وړاندې راپاڅېږي طالب د شوروي اتحاد پر وړاندې هم د خپل افغانیت او اسلامیت د مسؤلیت په سبب د نورو افغانانو په شان د خپل وخت د مغرور کافر په وړاندې کلکه او هر اړخيزه مبارزه وکړه،
ایا بیا هم طالب پنجابی پاته شو که ریښتونی افغان؟
۲_ طالب کرار ناست وو خپل دیني علوم یې حاصلول دومره مسکین او لا هم دی چې د ولس په زیرو یې ګزاره وه او لا هم ده هیڅ اراده او آرزو یې د چوکۍ او حاکمیت نه درلودله او نه هم چا د چوکۍ او د اقتدار مینه پرې ثابته کړه خو طالب په هغه وخت کې هم د خپل کړېدلي، زورېدلي، لوټل شوي او بې آبرو شوي ولس اوښکې احساس کړې چې غلو، لوټمارانو، لوطیانو، زانیانو، غاصبانو، چرسیانو، شرابیانو او قاتلانو له لاسه یې زښت په زحمت، کړاو، ظلم، بربریت او وحشت کې د خپل ژوند شپې سبا کولې، طالبانو د خپل ولس دفاع د وخت له ټولو د انسانیت له دښمنانو شروع کړه آن چې ولس ته یې پس له ۱۴ سوه کاله وروسته د یو حقیقي او شرعي نظام تحفه په ډېرو زیاتو قربانيو سره وړاندې کړه، ولس یې شپږ ۶ کاله شاوخوا له هر ظلم و ستم او له هر وحشي صفته انسان وساته، د ولس ژوند په اسلامي او شرعي اصولو کې تېرېدئ، د طالبانو د پلي کړي نظام صفتونه د نړۍ په کچه کېدل، طالبانو د افغان بابا پر سر د ویاړ تاج ایښی وو،
ايا بیا هم طالب پنجابی پاته شو؟ که ریښتونی افغان!
۳_ پر طالب په دې ۱۸ کاله شاوخوا د پاکستان د غلامۍ ثبوت چا وړاندې نکړ چې طالب دې غلام وي فقط بې ځایه تورونه دي نور هیڅ، طالب د خپل حاکميت په وخت کې پاکستان د حقیقي اسلامیت او حقيقي افغانیت په سبب په رسمیت وپېژاند، نه دا چې طالب دې د پاکستان لاسپوڅی وي ځکه طالب په افغانستان کې شرعي او قرآني نظام درلود او پاکستان له آزادۍ تر دې وخته د انګریز په نظام پېژندل کېږي نو به یې په افغانستان کې څنګه اسلامي نظام د طالب په لاس پلی کولو؟ په داسې حال کې چې خپله په ځان کې هيڅ د اسلامي قانون آثار او څرک نه لري.
ایا طالب بیا هم پنجابی پاته شو؟
۴_ طالب ته یې په دې وجه ګوته نیوله چې ته سخت دریځه یې، د سولې هیڅ آرزو نه لرې، په قتل او وحشت خوشحاله یې خو طالب یې دا دعوه هم ور باطله کړه، طالب د خبرو او د جوړ جاړي لپاره ټولې نړۍ ته په قطر کې دفتر پرانیست د سولې غږ یې پورته کړ، هڅې یې شروع کړې آن چې سر کش دښمن آمریکا یې خبرو ته اړ ایستله، طالب نن تر جګړه ایز ډګر د سولې په ډګر کې زیاتې هلې ځلې کوي تر څو خپل ولس ته یو ځل بیا آرام حقيقي او له کفري اشغال خلاص د شریعت محمدي تر سیوري لاندې ژوند ورپه برخه کړي، په دې باب کې ددوی هڅو ډېر زړونه خپل کړل او اوس هم چې پاکستان ته ځي دوی پخپله نه ورځي بلکې هغه پاکستان چې طالب یې په هيڅ نه بللو نن یې ورته د یو سیال په سترګه وکتل او د غونډې دعوت یې ورکړ په دې سره هم طالب څوک نشي ثابتولی چې طالب دې د پنجاب مزدور وي،
ایا اوس هم طالب پنجابی پاته شو؟
حقيقي افغان او د افغان غمخور وپېژنئ! مننه
















