د (( لوى افغانستان )) نوې هيلې

ليکنه: عزيزاحمد”فضلي”
تېر دېرش کلن ناورين زموږ هر څه په ټپه درولي، زمـوږ ټول وخت په تپل شويو جګړو کـې تېر شوی. نه د يو مطرح هېواد په توګه په سيمه کې راڅرګند شو او نه مو هم د هغو افغانانو هيلې ترسره کړې، چې له څه باندې يوې پېړۍ څخه راپه دې خوا د تور استعمار تر سيوري لاندې ژوند کــوي، ځکه په پلرني ټاټوبي کې وروڼو يو له بل سره وژل ، دلته د ژوند کولو ډيوه مړه شوې وه ، انسانيت ته په کې درناوی نه کېده پرته له وژلو او ورانولوڅخه دبل شي څرک نه ليدل کېده.
دلـوى افغانستـــان هيلې ورځ تر بلې مړاوې کېدې خو لا هم ژوندۍ دي ځکه په هره تياره پسې رڼا حتمي ده او موږ هم د همدې سباوون په تمه ناست وو.
د ډيورنډ کرښــه، چــې يو تن يې په دوو برخو وېشلی دى ترننه پورې پرخپل ځاى پاتې ده دا د پښتنو بد قسمتي ده چې د نــړۍ هيڅ زبر ځــواک يې د خپلې مېړانې له وجې نشي زغملی ، ځکه دې قوم د تـاريــخ په اوږ دو کې هيڅ ښکېلاک ته غاړه نه ده ايښې، له بده مــرغه همدغو ښکيلاکګرو پښتانه په ټو ټو وېشـلي .پــه خپلو کې يې جنګولي او يو د بـل په وړاندې يې درولي .
دغه کـــرښه چــې د وخت د برتانوي هند او اميــر عبدالرحمن خان تر منځ کښل شوې وه، وروسته نه برتانوي هند پاتـې شو او نه هم د اوسني هندوستان پخوانۍ پولې، انګريزانو د هند خپلواکي په رسميت ومنله او ددې لانجمنې سيمـې په شـمول يې د پاکستــان په نوم يو بل هېواد هم وزېږاوه .
هــر هغه قرارداد چې په يو اړخيز ډول د يوه ځـــواکمن هېواد له خوا پر کمــزوري هېوادتپل کيږي په حقوقي لحاظ د منلو وړ نه وي ، کمـزوری هېواد هر کله ادعا کولای شي ويې نه مني ، بل لورته هر کله چې د تړون (قرارداد) يو طــرف له منځه ځي، قرارداد يې هم د تطبيق وړ نه وي .
له بده مرغه، چې زموږ تېرو حکومتونو هم دې موضوع ته ډېر په سطحي ډول کتلي کله ناکله يې د نوموړي قرارداد د فسخ کېدو غوښتنې هم کړي، بيا يې په همغه ځای پرييښي او په دې اړه ځينې وخت د منطقي لارو چارو ځای احساساتو نيولی، چې هغه بيا زموږ په ضرر هم تمام شوی خو کېدای شي د وخت ضرورت به همدا وو ځکه لرو پښتنو ته د داسې غوښتنوهېڅ ډول اجازه نه وه، هلته د عدم تشدد فعاليتونه هم پيل شوي وو خو هغه هم و ځپل شول .
ورورسته چې کله نېټه نږدې کېدله، افغانستان هم په يو ناورين کې ښکيل شوی و، لومړی د کمونستي رژيم او مجاهدينو ترمنځ جګړې ورپسې د جهادي ډلو تر منځ جګړو هغه هيلې په ناهيلۍ واړولې، د لوی افغانستان موضوع خو يو خوا پريږده، د موجوده افغانستان د وېشلو طرحې هم ځينو ډلو جوړې کړې وې. افغانستان په يوداسې موقعيت کې و، چې نور د دې هيله نه ترې کېدله چې د لوی افغانستان ادعا دې وکړي .
همدا ډول د لرې او برې پښتونخوا تر منځ په اقتصادي او کلتوري برخو کې هم له ورايه توپيرونه ليدل کېدل ، يو شمير انګېرنو داسې ښودله چې ددې دواړو خواوو يو ځاى کېدل به څه ستونزمن کار وي، ځکه هېڅوک نه غواړي چې له باران نه ناوې ته کښيني سره له دې چې خپلواکي او بلواکي ډېر توپير لري خو کله انسان د ژوند د اړتياوو تابع هم ګرځي .
اساسي ستونزه د جګړې وه، سره له دې چې لرو پښتنو ګڼې ستونزې لرلې خو ژوند يې په امن او سوکالۍ کې تېرېده خو په بره پښتونخوا کې د وينو ويالې روانې وې، کور په کور غمونه وو، کوزه پښتونخوا د برو لپاره دسکون يوازنی ځای وو، نو په داسې حالت کې د کرښې ماتېدل شايد يو بل ناورين رامنځ ته کړی وای، چې هغه به تر دې هم پښتنو ته په لوی قيمت تمام شوی وای .
پورتني لاملونه وو، چې نه په افغانستان کې اونه هم د ډيورند کرښې هاخوا پښتنو د لوى افغانستان داعيه پورته کړه، تريو وخته پورې د ازاد پښتونستان خبره کېدله ، چې دافغانستان حکومتونويې هم اخلاقي ملاتړ کاو، دولسواکۍ په لسيزه کې ځينوملتپالو د لوى افغانستان خبره راپورته کړه، خو دشوروي اتحاد له يرغل وروسته،چې دپاکستان استخباراتي شبکې ته هم د لاس را غزولو لاره خلاصه شوه دا حرکتونه هم وځپل شول.
له ٢٠٠١ کال راپه دې خوا چې په سيمه کې دروان ناورين تريخ خوند دواړو لوريو پښتنو وڅکه اوپښتانه دګډ درد احساسولو ته اړ وتل، په کوزه پښتنونخوا کې د هيلو هغه څرکونه تر سترګو کيږی کوم چې په خوا تردې نه ليدل کېدل، له بده مرغه چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په راتګ سره کوزې پښتنونخوا ته هم د اور لړۍ وغځېده او دا سيمه هم د نړيوالو توطئو ښکار شوه. کار پوهان په دې باور دي، چې دغه لوبه د پښتنو دعام وژنې (ژنو سايد) په موخه په کار اچول شوې ځکه په دې نا معلومې پای لوبې کې د پولې د دواړو خواوو پښتانه وژل کيږي ، کلي يې ورانيږي او د ښوونځيو دروازې يې تړل کيږي ، يو لورته قومي مشران په بېلابېلو نومونو وژل کيږي، له بلې خوا ماشومان او ځوانان په قصدي ډول له زده کړو بې برخې کيږي .
دې ټکي ته اوس په دواړو خواوو کې د سياسي مشرانو پام اوښتی ، دواړو خواووته سياسي ليډران او د چارو شنونکي کوښښ کوي دغې غميزې ته د پای ټکی کيږدي، اوس پښتنو دا حس کړې چې دغه لوبه د پښتنو پر ضد يوه نړيواله توطئه ده، د کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه په دې باور دي، چې دغه عام وژنه دې نوره و درول شي ، دوى په خپلو منځونو کې يو په بل غږ کوي چې خپل سياسي او سليقوي اختلافات به پرېږدو او تر ټولو لومړی به دغه ناورين ته د پای ټکی ږدو.
بل لورته د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که د ډيورند د کرښې موضوع حل شي دې سيمې ته د امن راتګ حتمي دى ځکه غربي ټلوالې هم په دې سيمو کې جګړه په دې پلمه جاري ساتلې، چې ددوى په وينا دلته د تروريستانو ځالې دي، خو د پنجاب په ايبټ اباد کې وروستيو پېښو وښودله ،چې داسې نه وه .
په کوزه پښتونخوا کې د سياسي رهبرانو ذهن بالکل دې ته اماده دی، چې د لوی افغانستان داعيه دې رابرسېره شي هغوى په دې اند دي، چې که لوبه داسې روانه وي نو د يو بل ناورين تمه کېدای شي ځکه په کوزه خاوره کې نا امني ورځ تربلې زياتيږي، اقتصادي او د رغونې کارونه په ټپه ولاړ دي، خلکو ته روزګار نشته، په قبايلي سيمو کې ښوونځي تړل شوي او ډېری خلکو خپل کلي پرييښي او ښارونوته کوچېدلي.
چيرته چې نه روزګار شته ، نه بريښنا او نه هم د څښاک او به ، د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي، د ښارونو ډېری برخو کې نظامي مورچلې تر سترګو کيږي.او د دې ناورين د ختمولو لپاره د کوزې خوا خلک له افغانستانه هيله کوي ،چې ددې حرکت دپيل ابتکار وکړي، ځکه دوی افغانستان خپل پلرنى هېواد بولي او لکه د نورو افغانانو په شان د سياسي او نورو ګڼو حقونو غوښتنه هم کوي، هغوی د نن او سبا په تمه شپې ورځې تېروي چې نن يا سبا به له برې خوا د يووالي شين څراغ تر سترګو شي . سره له دې، چې دوى په خپلو سيمو کې سياسي قدرت لري او په دې باور دي چې تر هر وخت نه اوسنی وخت د دوی په ګټه دی.
د لرې پښتونخوا نوی يا ځوان نسل تر بل هر چا د دې هيله لري چې لراو بر دې سره يو شي، دوى په دې اړه ګڼ فعاليتونه پيل کړي، په خپلو سيمو کې يې بيلابيل خو ځښتونه جوړ کړي، ډېرو يې د خپلو فعاليتونو بېلګې انټرنيټ ته هم پورته کړي، که فيسبوک، ټويټر او نور بېلابېل پښتو او انګريزي سايټونه وليدل شي، څرګندېږي چې د پښتنو ترمنځ پخوانۍ پولې له منځه تللي، دکوزې پښتونخوا خلکو ته خپل ځانونه په خپله خاوره کې پردي ښکاري، خپلو طبيعي منابعو ته لاسرسى نلري او اقتصادي وضعيت يې هم دپاکستان دنورو ايالتونو په پرتله ډېر کمزوری دی.
په اوس وخت کې د پاکستان داخلي سياسي اوضاع ډېره ترينګلې ده، په سند، بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې پنجابي ضد احساسات ډېر شوي دي، ځکه په سند ايالت کې قومي او فرقه ييزې جګړې ورځ تربلې زياتيږي قومي مخکښ کسان او سياسي مشران يو په بل پسې ترور کيږي، په بلوچستان ايالت کې هم د هرې ګولۍ نښه پنجابيان وي، بلوچ مبارزين د ښار په واټونو او کوڅوکې مسلح ګرځي او ويل کيږي، چې په بلوچستان ايالت کې نا امنيو پنجابيان دې ته اړ کړي چې دا ايالت پريږدي، بل خوا په خيبر پښتونخوا ايالت کې هم خلک په دې باور دي، چې په دې سيمه کې د نا امنيو تر شا د پنجابي سټبليشمنټ لاسونه دي او په وړاندې يې کرکه ورځ تربلې زياتيږي ، نو د يو شمېر کارپوهانو له نظره د پاکستان داخلي ستونزو دا هېواد له تجزيې سره مخ کړی .
پورتنيو ستونزو، ناخوالو او نوو پرمختګونو ته که وګورو د نوو هيلو څرک ليدل کيږي چي په نتیجه کي یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو با احساسه ځوان (منظور پشتین) تر مشرۍ لاندې خپله مبارزه شروع کړې چې لر او بر پښتانه یې سره یو ځای کړي . د دې غورځنګ د مبارزي د مخنیوي لپاره د پاکستان پوج د دي غورځنګ ځینې مهم غړي او ملاتړي اسیر او ووژل چې پدې کار سره د لر او بر پښتانه نور هم یو موټی شول او پدې کار سره پاکستان د بشر حقوقو، افغان دولت او نړیوالې ټولنې لخوا تر فشار لاندې دي چي باید په خیبر پښتونخوا کې روان ظلمونه او وحشتونه ودروي. او د پلرني هېواد چارواکي بايد وضع په ډېردقت سره وڅاري هغه لازم او مقدماتي تيارى دې ونيسي کوم چې ورته اړتياده او په دې اړه دې د نورو له تجربو څخه هم ګټه واخلي.



