طالبان: “په دومره اومړي تار نه یو سره تړلي چې یوه مزدوره رسنۍ مو په منځ کې درځ واچوي“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)

طالبانو په پاکستان کې د کیدونکې غونډې په تړاو د کابل د ادارې لخوا د ځینو رسنیو تبلیغاتو ته توند غبرګون ښوودلی او زیاته کړې یې ده چې “موږ ټول اولس او مجاهدینو ته اطمئنان ورکوو چې د دغو دښمنو کړیو پروپاګند ته هیڅ اهمیت ورنه کړي او د تل په څیر یې بې ارزښته او بابیزه وبولي“
اعلامیه کې راغلي، ځینې شیطاني انټرنټي پاڼې د اذهانو د تخریبولو او تشویش اچولو په مقصد پروپاګند کوي چې د دغه سفر په اړه د طالبانو د لیکو ترمنځ اختلافات پیدا شوي او ګواکې طالبان به سره وویشل شي چې په دې لړ کې په کاذب ډول د ځینو طالب مشرانو نومونه هم یادوي.

طالبانو ویلي،

“دغه ناخبره ګوډاګیان په دې نه دي خبر چې د اسلامي امارت لیکې په دومره اومړي تار نه دي سره تړلي چې یوه مزدوره رسنۍ به یې په منځ کې درځ واچوي.“

اعلامیه کې ټینګار شوی چې ټول طالبان پر خپلو مشرانو باندې کلک باور او اعتماد لري اوترمنځ یې بشپړه هماهنګي او اطاعت موجود دی.

طالبانو دغه راز ویلي چې ټاکل شوې چې دریمه ورځ به یې یو رسمي پلاوی پاکستان هیواد ته سفر وکړي، د هغه هیواد له صدراعظم سره به وګوري او همدا ډول به هلته له امریکایي پلاوي سره هم ناسته ولري.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې،

“دغه سفر جوتوي چې اسلامی امارت د یوه قوي ځواک په توګه سیاسي او نظامي ځواک بلل کیږي چې بیلابیلو هیوادونوته یې رسمي سفرونه نړیوال وجاهت پیاوړی کوي.“

طالبان وایي د کابل اداره ویره لري چې اسلامی امارت د یوه موازي حکومت او ځواک په توګه مطرح نه شي.

د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي د حکومت د اجرایه ریاست ویاند دغې غونډې ته غبرګون ښوودلی  او ویلي یې دي چې ګاونډي هیوادونه باید خپلې ستونزې مخامخ د افغانستان له حکومت سره شریکې کړي ، نه له یوې وسلوالې ډلې سره.

ټاکل شوې ده چې طالبان به په دغه رسمي غونډه کې  له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو او افغان سوداګرو پرستونزو هم بحث وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button